نن زه ټولو هغو کسانو ته چې ورسره مخ کېږم، مسکی کېږم او خوښي ورکوم، هغوی ستایم او له مینې ډکې خبرې ورته کوم.
نن د ټولو ورځو په پرتله خوشاله یم او له ژونده خوند اخلم. زه پر دې اند یم چې ان په ډېره سختۍ کې هم د ګیلې لپاره ځای نشته، خو برعکس په ډېره سخته ورځ کې بیا د نمانځلو لپاره یو شی پیدا کېدای شي.
نن زه ډاډه یم چې په ژوند کې راته ډېرې ښې ورځې په تمه دي، نن دومره خوشاله یم چې ان سپوږمۍ هم راته په خندا ده.
نن زه په دې اند یم چې که له خپل ژوند څخه دوې جملې حذف کړم، ډېرې ناروغۍ او ستړیاوې به مې له منځه تللې وي؛ هغه دوې جملې (ستړی یم) او د (ستړیا احساس کوم) دي. زه پر دې پوره باور لرم چې هر څه د خدای پاک په اختیار کې دي.
نن زه پر خپلو غوښتنو تمرکز کوم، د هغه څه په اړه فکر کوم چې غواړم یې، نو همدا اوس مې ژوند هغه ډول برابروم، څه ډول مې چې زړه دی.
نن زه د خپلې روغتیا په اړه فکر کوم، هره ساه چې باسم فکر کوم پاکه او سپینه انرژي تنفس کوم. فکر کوم ټول بدن مې له همدې سپینې او پاکې انرژۍ ډک دی.
ژباړه: حمیدالله حمیدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *