نن د ډاډ ورځ ده، نن د قدر ورځ ده، نننۍ ولولې د اخترونو لښکر ننګوي.
نن يو ويده ولس اړخ بدلوي، نن يوې بېاسرې کونډې ته خندا ورځي، نن د شهيدانو ارواوې څلورلارو ته راوتې دي، نن د دښمن زړه له غمه چوي.
نن ژوندي وګړي له هغو بېل ښکاري چې ضميرونه يې مړه دي، نن اروامړي، وجدانمړي او غيرتمړي پر خپل ضمير ساندې وايي او د وطن زامن د خپلواکۍ ترانې.
نن دا غرونه تر انسانانو واړه دي، نن دا کاڼي تر زړونو نازک دي، نن د طوفانونو زړونه تر مرغيو نري دي، نن بېوسه او بېکسه تر پهلوانانو زورور دي.
نن پر وطن د خپلواکۍ شپږنوييم کال رابر دی. نن څه کم پېړۍ وروسته د شهيدانو په وينو لړلی بيرغ، ولس پر اوږو هوار کړی، نن د پېړۍ ويده ولس، خپل خوب، پوره بولي.
رښتيا نن لېوني ته هم خلک د زوکړې د کليزې مبارکي ورکوي، کلونه وړاندې، نن لېونی زېږدلی وو، کلونه وروسته، نن هم په هغه حال دی، درسته ورځ يې په اوښکو تېره کړې.
که ساه وي، د دې وطن لپاره دې وي. که زړه غورځي، له دې خلکو سره دې غورځي. که سترګې غړېږي، همدا وطن دې يادېږي.
که دا نه وي، هيڅ دې نه وي.