= اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې له غړي سناتور جک رید سره په کتنه کې وویل، د دولت وسله والو مخالفانو سږ کال په پراخو سیمو کې جګړې وکړې چې سیمې لاندې کړي خو په خپلو پلانونو کې پاتې راغلل.

= ارګ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د څرګندونو په ځواب کې وویل چې دا ډول خبرې د د ښاغلي دوستم د مقام او حیثیت خلاف دي او د بنیادي اصلاحاتو مخه نیسي.

دوستم د هیواد ولسمشر په قومپالنې او اجراییه رييس په بې کفایتۍ تورن کړي دي.

(تقصیل وروسته)


= داعش او پاکستاني طالبانو د کوټې د تېرې شپې د خونړۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست. د داعش «اعماق» خبري اژانس خبر ورکړ چې دا حمله د دوی وسله والو کړې ده. د پاکستان وسله والو طالبانو د کراچۍ څانګې هم رسنيو ته په لېږلي برېښناليک کې ادعا کړې چې بېګانى بريد دوى کړى دى.

په دې برید کې ۶۱ پولیس وژل شوي او ۱۲۰ نور ژوبل شوي دي. په وژل شويو کسانو کې زيات شمېر يې ايران ته نېږدې د بلوچستان د پنجګور او تربت سيمو دي او د دې تر څنګ د ايالت د پښتون مېشتو سيمو لورالاى،کلاسيف الله، هرنايي، کلاعبدالله، پښين او چمن پوليس ځوانان هم پکې شامل دي.

داعش وړمه ورځ په چارسده کې د یوه امنیتي مامور د وژلو مسوولیت هم په غاړه اخیستی و.


ولسي جرګې د ازاد سوک دوه افغان اتلان د وروستیو بریو په خاطر وستایل (تفصیل)


= د فوټبال افغان حکم یا ریفري حلیم اغا شېرزاد د اسیا د ۸ غوره حکمانو کې په ډله کې انتخاب شو. (تفصیل)


= د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند نن تایید کړه چې د کوټې د پولیسو د روزنیز مرکز امنیت ښه نه و ساتل شوی. د وروستي راپور پر اساس په دې برید کې چې تېره شپه وشو، ۶۱ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ژوبل دي.


= په بلوچستان کې د پاکستان د سرحدي ملېشې عمومي قوماندان جنرال شېر افغان ادعا وکړه چې د کوټې د تېرې شپې بریدکوونکو ته د افغانستان له خاورې لارښوونې کېدې.

ده وویل چې دا برید د لشکرجنګوي العالمي ډلې کړی خو دې ډلې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د اګست په ۲۴ مه په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د تروریستانو د برید په مهال د افغانستان ولسمشر د پاکستان لوی درستیز ته ټېلفون وکړ او هغه ټېلفون شمېرې یې وروښودې چې د کوټې ښار له یوې مدرسې څخه یې له حمله کوونکو سره پر له پسې خبرې کولې.


= د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوټې د تېرې شپې برید وغانده، ویې ویل چې تروریستان ټوله سیمه او نړۍ ګواښي.

ده په خپل پیغام کې ویلي«نن بیا یو شمېر کورنۍ یوې وحشتناکې تروریستي حملې ویرجنې کړي دي.»

ده همداراز ویلي چې ترهګر هیڅ دین، قانون، قوم او نژاد نه پېژني او نه یې پروا لري.


= وسله والو ترهګرو تېره شپه په تورخم کې د افغان پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او ۸ پولیس یې ووژل.

د لومړنیو راپورونو له مخې حمله د شپې په ۸ بجې د خیبر پر پوستې وشوه.


= د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پولیسو په پوهنځي د تېرې شپې د ډله ییز برید د تلفاتو شمېر ۶۱ تنو ته ورسېد. په دې برید کې ۱۲۰ نور ژوبل شوي دي. د حمله کوونکو شمېر په پیل کې ۶ تنه ښودل کېده خو اوس ویل کېږي چې ۳ تنه و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *