ټاکل شوې ده چې د خوست قومي مشران، د مجاهدینو د سراسري شورا غړي، د دیني عالمانو شورا او د بدو له ناولي دود سره د مبارزې سفیران سبا په یوه لویه غونډه کې په بدو کې د نجونو د ورکړې پر ضد جهاد اعلان کړي.
په کابل کې د پاکستان سفیر نن د افغانستان د مالیې وزیر ته وویل چې پاکستان به د درو روغتونو او څو نورو پروژو په برخه کې خپلې ژمنې په ځای کړي. (تفصیل)
د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې یو شمېر ښخو وروسته له دې د داعش پر ضد وسلې په لاس کې واخیستې، چې دې ډلې د سیمې شاوخوا ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل.
د جوزجان د والي ویندوی محمد رضا غفوري نن رسنیو ته وویل چې شاوخوا ۱۵ ښځو د داعش او طالبانو پر ضد ځانونه په وسلو سمبال کړي دي. (تفصیل)
د صبغت الله مجددي په مشرۍ د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا نن په کابل کې اعلان وکړ چې د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال د اختلافاتو د حل کولو لپاره هڅې کوي.
د دغو ګوندونو له لوري بلل شوې غونډې ته ښاغلي مجددي وویل چې له ولسمشر غني او جنرال دوستم سره یې خبرې کړي او ژر به د دواړو خواوو اختلافات حل شي. (تقصیل )
د کندهار سلګونو دوکاندارانو نن د دوو دوکاندارانو د تښتول کېدو په اعتراض کې خپل دوکانونه بند کړل.
دوی وویل چې وسله والو کسانو شاوخوا ۱۰ ورځې پخوا په موټرو کې دوه سبزي پلورونکي په رڼا ورځ وتښتول خو تراوسه یې درک نه دی معلوم شوی.
ترافیکي پېښې د بي بي سي له خبریال احمد یما څخه ژوند واخیست. ښاغلی یما له کابله کندوز ته روان و چې په پلخمري کې له ترافیکي پېښې سره مخامخ شو.
یما شاوخوا لس کاله بي بي سي راډیو ته په پښتو او دري ژبو له کندوزه راپورونه ورکول. (تفصیل)
په ملګروملتو کې د قرغیزستان دایمي استازي وویل چې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو ټولنه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ملګروملتو د هلوځلو ملاتړ کوي.
دي نیوز ورځپاڼه: په اسلام اباد کې افغان سفیر وايي، د افغانستان حکومت له ډېره وخته له طالبانو سره په تماس کې دی.
باختر اژانس: په هرات کې ترافیکي پېښې ۱۱ تنه مړه او ژوبل کړل.
رشیه ټوډې: په راتلونکو څو اوونیو کې به د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د جګړې د جرمونو او د بشریت خلاف د جنایتونو په اړه تحقیقات پیل کړي.