اجرائیه رئیس د اروپايي ټولني له سفیر سره د اصلاحاتو پر اجنډا وکړې.
د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې له مخې، ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماپښين په کابل کي د اروپايي ټولني له سفیر مایکل میلیبن سره د افغان حکومت د اصلاحاتو پر جامع اجنډا وږغېده.
اجرائیه رئیس وویل، حکومت په نظامي او ملکي برخو کي د اصلاحاتو لپاره هڅي پیل کړي او په عین وخت کي د ټاکنیز نظام د اصلاح فعالیتونه هم دوام لري.
نوموړي زیاته کړه، چي اصلاحات د هیواد اړتیا او حکومت د همدې اړتیا په نظر کي نیولو سره په یاده برخه کي خپل کوښښونه ډېر کړي دي.
د نن ورځي په لیدنه کي همداراز د سولي پر پروسه، د هیواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت او د راتلونکو ټاکنو په اړه خبري وشوې.
هلمندمدني ټولنه : دمعارف وزارت دبی کیفایتي له امله هلمندکي لسګونه ښوونځي تړل سوي دي
نن دهلمند مدني ټولني او ولایتی شوراپه ګډه خبری ناسته کي وویل چی دمعارف وزارت هلمندکی د معارف ودي ته پاملرنه نه ده کړي او هلمندکی ورځ تربلی ښوونځی تړل کیږی.
د کابل د امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس فریدون عبیدي ازادي راډيو ته وویل، نن سهار له پولیسو سره په نښته کې د دې ډلې مشر زبیر پنجشیري د ښار په اوولسمه ناحیه کې ووژل شو او درې نور ونیول شول.
ښاغلی عبیدي وایي، دې وسله والې ډلې په کابل کې په وسله والو غلاوو، وژنو او نورو جنایې پېښو کې لاس درلود.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له لوري په وروستیو کې د جګړو د شدت د زیاتېدو په وجه تر ۹۵ زره زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د هوا سړېدو او د جګړو په سیمو کې د ماینونو ځای پر ځای کېدو د دغو کورنیو کړاوونه لا زیات کړي دي.
تاند- حکمتیار له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې، چې تېره شپه خپره شوه، وویل، له تور لیسته د خپل نوم د لېري کېدو یا نه لېري کېدو پروا نه لري ځکه چې نه بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي او نه په بهرنیو بانکونو کې پیسې لري. (تفصیل)
د پاکستان هوايي شرکت (پي آی اې) پتېیلې ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ یو بل پرواز پیل کړي.
د پاکستان د هوايی شرکت ویندوی نن وویل، دا به د اسلام اباد او کابل ترمنځ د دغه هوايي شرکت په اوونۍ کې شپږمه الوتنه وي.
ده وویل چې پي آی اې د دې لپاره کابل ته الوتنې زیاتوي چې د سپرلیو شمېر زیات دی.
په پکتیا ولایت کې د یوې چاودنې په نتیجه کې نن ۵ پولیس ووژل شول. په دې پېښه کې څو ته نور ژوبل شوي دي.
د ټپیانو د شمېر او هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو د پولیسو یوه قوماندان جنرال قادر خان ځدراڼ تایید کړه چې ۵ پولیس وژل شوي دي.
په نړۍ کې پېژندل شوې افغانې شربت ګلې نن په پاکستان کې د پاتې کېدو وړاندیز رد کړ، ویې ویل په هر صورت خپل هیواد ته ځي.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت وروسته له دې چې عمران خان ورته وویل، شربت ګله د انساني خواخوږۍ پر اساس په زوره افغانستان ته ونه لېږي، اعلان وکړ چې شربت ګله نه باسي.
ټاکل شوې ده چې د شربت ګلې او د افغانستان د سفارت په غوښتنه به د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت دا پرېږدي چې سبا/چهارشنبه/ افغانستان ته راشي.
نن /سې شنبه/ په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي.
د کډوالو او مسلمانانو پر ضد د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالد ټرمپ د څرګندونو له کبله اکثره افغانان او مسلمانان د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن غوره بولي.
الجزیرې تلویزیون نن په دې اړه په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې د امریکا انتخابات د افغانستان پر حالاتو چندان اغېز نه لري ځکه چې که هر کاندید بریالی شي، د افغانستان په وړاندې به خپله تګلاره بدله نه کړي، خو بیا هم اکثره افغانان غوره ګڼي چې مېرمن کلنټن بریالۍ شي.
د امریکا دفاع وزارت نن وویل چې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو ۷ مهم قوماندانان په هوايي برید کې وژل شوي دي.
دفاع وزارت وايي، دا کسان په ګرمسېر ولسوالي ووژل شول.