د پاکستان په پارلمان کې نن په دې بحث وشو چې په دغه هیواد کې دې د افغان کډوالو د هستوګنې موده د ۲۰۱۷ تر پایه وغځول شي.
پاکستان د روان ۲۰۱۶ تر پایه افغانستان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو وروستۍ نېټه ټاکلې وه خو وروسته یې دا موده ۳ میاشتې اوږده کړه خو اوس پاکستاني سیاستوالو وړاندیز کړی چې د ۲۰۱۷ تر پایه دې موده اوږده کړای شي.
په فراه ولایت کې هغه ماشومام چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې تښتول شوی و، نن د امنیتي ځواکونو له خوا راخوشې شو.
د سړي تښتوونکو ډلې د ماشوم له کورنۍ د هغه د خلاصون په بدل کې د لسګونو زره ډالرو غوښتنه کوله. د نوید احمد د تښتولو په تړاو څلور تنه نیول شوي او ماشوم روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن په افغانستان کې د چین له سفیر یاوجینګ سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو پر زیاتوالي، پراختیایي پروژو، د ریل پټلۍ له لارې د پنځو هیوادونو (افغانستان، ایران، چین، تاجکستان او قرغیزستان) د نښلولو، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ګمرکي همکاریو او پر نورو مالي او اقتصادي مسایلو بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان کې د چین سفیر یو ځل بیا له افغانستان سره په اقتصادي او مالي برخو کې د خپل هیواد د مرستو پر دوام ډاډ ورکړ.
د روسیې د اقتصاد وزیر الیکسي یولیوکایف د ۲ ملیارد ډالره رشوت په اخیستلو تورن شو.
د روسیې د فساد ضد لوړې ادارې وویل چې د اقتصاد وزیر ۲ ملیارد ډالره د رشوت په توګه اخیستي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی وايي، د افغانستان د مسلې اسانه او ارزانه حللار نشته.
زامیر کابلوف بهرني پوځیان په دې برخه کې ملامت وبلل. (تفصیل)
د ننګرهار په رودات ولسوالي کې د وسله والو سختدریځو له لوري د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې نن یو زده کوونکی ووژل شو او ۲ نور ژوبل شول.
یو شمېر افغان دیني عالمانو د داعش ډلې پر ضد د جهاد اعلان وکړ. دوی په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د داعش پر ضد جهاد فرض دی.
د هېګ نړیوالې محکمې څارنوالان وايي، داسي شواهد شته چې پر اساس یې احتمالاً امریکايي پوځیانو د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ په افغانستان کې او دغه راز په نورو ځایونو کې په خپلو پټو زندانونو کې جنګي جنایتونه کړي دي.
ولسي جرګې نن ۳ وزیران تایید او یو رد کړ. دې جرګې د کرنې او مالدارۍ، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، له مخدرو موادو سره د مبارزې او د انرژۍ او اوبو وزیرانو ته د هغوی په غیاب کې رایبکسونه کېښودل.