د افغانستان د ښارجوړونې وزارت نن /سې شنبه/ وویل، چین په افغانستان کې د کورونو جوړولو لپاره ځانګړې کړې پیسې زیاتې کړې.

چین پخوا ۵۰۰ ملیون چینايی ایوانه په افغانستان کې د کورونو جوړولو ته بېلې کړې وې خو اوس یې دا پیسې دوه برابره یعني یو ملیارد ایوانو ته ورسولې.


د ترکیې حکومت د وروستۍ کودتا په تړاو ۱۵ زره نور دولتي کارکوونکي له کاره ګوښه کړل.

د برطرفه شویو مامورینو په منځ کې د پوځ او پولیسو غړی هم شامل دي.


بي بي سي پښتو: د سایینسپوهانو یوه ډله وايي غواړي په فضا کې د “اسګارډیا” په نامه یو نوی سوله خوښونکی هېواد جوړ کړي.

د دوی پر وېبپاڼه لیکل شوي، اسګارډیا به “د ځمکې په مدار کې یو بشپړ ‘بېطرفه ځای’ وي”.

دا نوی “هیواد” غواړي چې د راتلونکي کال په وروستیو کې خپله لومړۍ مصنوعي سپوږمۍ فضا ته وتوغوي او هیله لري چې یوه ورځ به د ملګرو ملتونو سازمان لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

خو ځینو کارپوهانو د دې پلان د عملي کېدو په اړه شک څرګند کړی، ځکه چې نړیوال قانون په بهرنۍ فضا کې د ملي حاکمیت ادعا ګانو ته اجازه نه ورکوي.


ازادی راډیو: په فراه کې د تښتوونکو له منګولو د خوشې شوي ماشوم نوید درملنه به د ولسمشر اشرف غني د ډاکټر له‌خوا وشي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال نن ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر اشرف غني د نويد له کورنۍ سره په ارګ کې د لیدو پر مهال ژمنه وکړه چې د دغه ماشوم د درملنې لپاره به پوره کوښښ وشي.

نوموړي زیاته کړه:

“د افغانستان ولسمشر د چارو ادارې ته چې په رأس کې یې د ولسمشر د دفتر رئیس دی، دنده سپارلې ده چې د نوید د درملنې لپاره ټول امکانات په کار واچوي، همدارنګه د پېښې عاملین د قانون په چوکاټ کې مجازات کېږي.”

فراهی ماشوم نوید
فراهی ماشوم نوید

نوید له څلوېښت ورځو وروسته تېره اوونۍ د افغان ځواکونو له لوري د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.


د کندهار ولایتي چارواکو د دغه ولایت د غورک ولسوالي په اړه د طالبانو ادعا رد کړه.

وسله والو طالبانو ویلي چې غورک ولسوالي یې نیولې ده.


د ولسي جرګې مرستیال حاجي ظاهر قدیر وویل چې داعش ډله له ننګرهار وروسته اوس په نورستان کې هم فعاله شوې ده.

ده له حکومته وغوښتل چې په نورستان کې د داعش پر ضد عملیات وکړي.

د ظاهر قدیر په وینا دې سرزورې ډلې په نورستان کې د قلعه ګل د سیمې ۵۰ ځايي اوسېدونکي برمته کړي دي.

ده دا هم وویل چې داعشیانو د نورستان په وایګل او کامدېش ولسوالیو کې هم خلک برمته کړي دي.


د چک جمهوریت رسنیو نن /سې شنبه/ وویل، دوه افغان زده کوونکي، چې د دغه هیواد په پوځي اکاډیمي کې یې د پېلوټۍ زده کړې کولې، د قوماندانانو له اجازې پرته جرمني ته لاړل او هلته له نیولو وروسته په الوتکه کې پراګ ته ولېږل شول.

(تفصیل)


د فرانسې د کورنیو چارو وزیر پرون /دوشنبه/ وویل، یو افغان او ۶ تنه نور یې د تروریستي حملو په شک نیولي دي.

پولیس وايي، د دغو اوو تنو نیونې د یوې لویې تروریستي حملې مخه ډب کړې ده.

ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې د داعش ځیني غړي، چې پخوا په سوریه کې جنګېدلي، شامل دي.


په پېښور کې نن یوې چاودنې لږترلږه ۳ ملېشه ووژل او ۸ نور یې ژوبل کړل.

دا پېښه د پېښور ښار په بشیراباد کې هغه مهال وشوه چې د ملېشه ځواک موټر تېرېده.

ګومان کېږي چې بم یا ماین به له لېري کنټرولېده.


پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد پوځیانو د هندي ځواکونو د وروستیو بریدونو په ځواب کې د هندي ځواکونو مورچې په نخښه کړې چې په نتیجه کې یې ۶ هندي پوځیان ووزل شول.


په پاکستان کې د فرقوي تاوتریخوالو په دوام کې سختدریځو د کراچۍ په محبس کې د لرګیو او کوتکو په وسیله پر بندیانو نن په داسي حال کې برید وکړ چې هغوی د امام حسین د شهادت د څلوېښتۍ ویر کاوه.

ویل شوي چې په دې حمله کې په لسګونو بندیان او پولیس ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ