د کندهار په نېښ ولسوالي کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ۱۴ پولیس وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالي کې ۳ پوستې هم نیولي دي.

تر دې وړاندې وسله والو طالبانو وړمه شپه په فراه کې د پولیسو پر بوستو په برید کې تر ۱۰ زیات پولیس ووژل.


په جنوبي امریکا کې یوه الوتکه، چې د برازیل د یوه فوټبال کلب لوبغاړي هم پکې سپارل ول، په کولمبیا کې ولوېده.

دا الوتکه له بولوویا څخه کولمبیا ته روانه وه چې مډلین ښار ته نژدې ولوېده.

تفصیل


په ناټو کې د روسیې استازی وايي، په افغانستان کې د ناټو د غړیو اقدامات د روسیې د ګټو خلاف دي او له دې کبله مسکو غواړي چې له ناټو تړون سره همکاري بس کړي.

تفصیل


په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازی حضرت شاه نورستاني وايي، که د دغه ولایت دوآب ولسوالي ته کومکي ځواک ونه رسېږي، دا ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته لوېږي.

نورستاني د ایران فارس خبري اژانس ته همداراز وویل چې په دې ولسوالي کې ۱۵۰ پولیس د مخالفانو له لوري محاصره شوي دي.


د پاکستان د پوځ نوي لوی درستیز نن په راولپنډۍ کې په یو لړ خاصو پوځي مراسمو کې واک ترلاسه او رسماً په کاب پیل وکړ.

ډګرجنرال جاوید باجوه وروسته له دې د نوازشریف له لوري د پاکستان لوی درستیز وګومارل شو چې د راحیل شریف درې کلنه دوره پوره شوه.

راحیل شریف په دې ستایل شوی چې د پاکستان د اکثرو لوی درستیزانو په شان یې کودتا ونه کړه.


د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن مشر او د پیپلز ګوند غړي خورشید شاه وايي، که ګوند یې په مظاهرو کې د عمران خان ملاتړ کړی وای، د نوازشریف حکومت به پرزېدلی و.


د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال اسلم بېګ وايي، د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې پیل شي.

اسلم بېګ په عین حال کې وویل چې امریکا او متحدانو یې د افغانستان په جګړه کې ماتې کړې خو هغوی پر خپلې ماتې اعتراف ته تیار نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *