په کابل کې د روسیې سفیر نن یو شمېر افغان خبریالانو ته وویل چې هیواد یې د طالبانو ملاتړ نه کوي.
په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانیڅکي وروسته له دې د طالبانو په وړاندې د خپل هیواد د دریځ د څرګندولو لپاره افغان خبریالانو ته توضیحات ورکړل چې د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتینخاص استازي له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه یو وار بیا ضد ونقیض څرګندونې وکړې.
له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه د زامیر کابلوف پر څرګندونو د ملي شورا د غړیو په شمول ګڼو افغانانو عکس العملونه ښکاره کړل.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د افغانستان ولسمشر د هند په مشوره په پاکستاني ضد څرګندونو په خپل هیواد کې سوله له خطر سره مخامخ کړې ده.
افغان امنیتي ځواکونو د اروزګان ولایت د مرکز په شاوخوا کې ګڼ کلي له وسله والو طالبانو تصفیه کړل او په دې توګه یې د ترینکوټ د محاصرې کړۍ ماته کړه.
په ترینکوټ کې پولیس چارواکو نن وویل چې لا هم د ترینکوټ په شاوخوا کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد عملیات دوام لري.
د اروزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي د چین سینهوا خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو ښار ته نژدې د تالاني او پاناوې سیمې نیولي دي.
د پاکستان حکومت یو ځل بیا هڅه کوي چې له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د پاکستان او پښتونخوا د ملي او اسلامي ګوندونو پښتانه مشران افغانستان ته ولېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې ۶۱ ټنه چرس وسوځول.
د کورنیو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي نن وویل چې دا چرس په خاک جبار ولسوالي کې د افغان هوايي ځواک له لوري کشف شول.
د کندوز ولایت په مرکز کندوز ښار کې نن چاودنې یو وسله وال سختدریځی وواژه او درې ملکیان ټپیان کړل.
د پولیسو په وینا چاودنه ماسپښین درې بجې د کندوز ښار په اهنګري کوڅه کې هغه مهال وشوه چې د دولت یوه وسله وال مخالف په یوه موټر پسې مقناطیسي بم نښلاوه.
د بم نښلوونکی له چاودنې سره سم ووژل شو.
ویل شوي چې د دې حملې هدف د کندوز د قومونو او قبایلو چارو ريیس و.
په ننګرهار کې پولیس وايي، د داعش درې غړي یې په دې تور نیولي چې د هند پر کونسلګرۍ یې د برید د پلان درلود.