د افغانستان حکومت نن وویل، په تېرو دوو میاشتو کې هیواد ته څه باندې دوه ملیارده افغانۍ زیان اوښتی دی.
حکومت وايي چې په کندووز، فراه، ارزګان، هلمند، ننګرهار، فاریاب، غزني، سرپل، پکتیا، بغلان او بادغیس ولایتونو کې د تېرو دوو میاشتو د سختو جګړو له کبله دوه ملیارد ډالره مالي زیان اوښتی او همداراز په سلګونو افغانان وژل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، په کابل کې د قطر د سفارت پرانستنه به یو مثبت ګام وي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې په کابل کې د قطر سفارت به ډېر ژر پرانېستل شي.
د میدان وردک ولایت پخوانی امنیه قوماندان خلیل الله اندرابي د کابل په هوايي ډګر کې ترکیې ته له تګه منع شو.
اندرابي وروسته له دې د وردک ولایت له امنیه قوماندانۍ لېري شو او له هیواده پر وتلو یې بندیز ولګول شو چې له بغلان کې یې د طالبانو قوماندان قاري ظاهر په پټه په خپل موټر کې پاکستان ته لېږداوه.
قاري ظاهر ټپي شوی و او د اندرابي په موټر کې لېږدول کېده چې پولیسو په خنجان ولسوالي کې ونیوه.
ازادی راډیو: ولسی جرګې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو دپراخیدو په اړه جدی اندیښنه څرګنده کړه او ویی ویل چې د دې ډلې د .فعالیتونو مخه باید له هرې ممکنې لارې ونیول شي.
د دې جرګې لومړي مرستیال حاجی ظاهرقدیر چې د شنبې ورځې د عمومي غونډې مشري یی هم کوله وویل چې داعش په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې اساسي مرکزونه جوړ کړي.
په مزارشریف ښار کې نن د ۴ ولایتونو د نجونو د بایسکیل ځغاستې سیالۍ وشوې.
په دې سیالیو کې د کابل، پروان، بلخ او بغلان ۲۰ لوبغاړو برخه لرله. دوی ۴۰ کیلومتره لاره کچ کړه چې په پایله کې یې معصومه علي زاده لومړۍ، زهرا علي زاده دوهمه او رُخسار حبیبزۍ درېمه شوه.
د اتو ولایتونو د معلولانو د باسکټبال د ټیمونو ترمنځ د مسابقو، چې په کابل کې وشوې، پایلوبه د هرات د معلولانو لوبډلې وګټله.
د هرات لوبډله په پایلوبه کې د کندهار له لوبډلې سره مخامخ شوه او اتلولي یې وګټله.
د دغو سیالیو درېم مقام د کابل د معلولانو ټیم وګاټه.
د هلمند، کندوز او ننګرهار د جګړو له کبله بې ځایه شوي خلک وايي چې تراوسه پوري له دوی سره مرسته نه ده شوې.
دوی وايي، که ژر مرسته ور ونه رسېږي کړاوونه به یې نور هم زیات شي.
د وسله والو طالبانو د حمله له کبله د هلمند، کندوز او ننګرهار ترڅنګ د فراه او اروزګان ولایتونو ډېر خلک بې ځایه شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې د دغه هیواد تروریستي ضد ځواکونو په پنجاب ایالت کې د القاعده ۵ مشکوک غړي وژلي دي.
د امریکا په شیکاګو کې د امریکن اییرلاینز هوايي شرکت په یوه مسافر وړونکې الوتکه کې د کښېناستو په مهال اور ولګېد او ۶ تنه پکې ژوبل شول.
پژواک: په کندهار کې نن انتحاري چاودنې یو تن وواژه او ۳ نور ژوبل کړل.
ویل شوي چې وژل شوی کس پولیس و.
د پاکستان بلوا ضد پولیسو پرون په اسلام اباد کې د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو له مظاهره چیانو سره اخ و ډب وکړ.
اخ و ډب وروسته له دې پیل شو چې د تحریک انصاف ګوند غړي په اسلام اباد کې د عمران خان د کور مخې ته راغونډ شول.
هند او پاکستان یو بل تورن کړل چې د جمعې په ورځ یې په کشمیر کې په ډزو ملکیان وژلي دي.
پاکستاني چارواکو وویل، درې ملکیان د یوې ځوانې نجلۍ په شمول هغه وخت ووژل شول چې هندي پوځیانو د کشمیر د څار کرښې پر اوږدو ډزې وکړې.