د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالي کې د مقناطیسي بم په چاودنه کې نن یو تن ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، د بټي کوټ د ولسوال غالب مجاهد په موټر پوري نصب شوی و چې په نتیجه کې یې د غالب مجاهد موټرچلوونکی ووزل شو او مجاهد له یوه بل تن سره ژوبل شول.
د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د کندوز د خونړۍ پېښې په اړه تحقیقات کوي.
د تېرې پنجشنبې په شپه د کندوز په پېښه کې شاوخوا ۴۰ بېګناه ملکیان ووژل شول.
اجراییه ریاست وايي د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې پر رابللو جدي خبرې رواني دي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم نن ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ خبرې رواني دي د سیاسي توافق پاتې مواد هم عملي شي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې له پاکستان او ایرانه تر ۸ لکه زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته راغلي دي.
تر دې مخکې ملګروملتو په یوه راپور کې وویل چې سږنی کال د افغانانو د تګ راتګ یا بې ځای کېدو لعه پلوه بې ساری کال و.
تمه ده چې تر راتلونکو دوه یا درې ورځو عدلي او قضايي مرکز په فساد کې د ښکیلو کسانو لومړنۍ علني محاکمه پیل کړي.
د لویی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي په لومړنۍ علني محکمه کې د یوه لوړ پوړي څارنوال ، د کورنیو چارو وزارت د ځینو کارکوونکو او په بغلان کې د ملي بانک په څانګه کې د اختلاس کوونکو دوسیې شاملي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندوز په بوز کندهاري کې د حملې اصلي هدف د طالبانو مهم قوماندانان ول.