د ولسمشر غني یوه ویندوی شاه حسین مرتضوي د ولسي جرګې له لوري دله درو وزیرانو څخه د اعتماد رایې پر اخیستلو اعتراض وکړ، ویې ویل چې ولسمشر د اساسي قانون د ۹۲ مادې پر اساس د وزیرانو په تېره بیا د بهرنیو چارو وزیر استیضاح موجه نه بولي او ټاکل شوې ده چې نن شپه د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د کمیسیونونو له مشرانو سره په دې موضوع خبرې وکړي.


د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل وايي، د طالبانو سره قطعه پاکستان جوړه کړې ده.

د ښاغلي نبیل په وینا دا قطعه، چې ۳ زره غړي لري او په ۲۵ کسیزو ډلو وېشل شوې، د ۲۰۱۴ م کال په لومړیو کې د سرې لوا په نوم جوړه شوه.

ده وویل د طالبانو سره قطعه پرمختللې وسلې لري او تراوسه پوري یې د فراه، هلمند، غزني او اروزګان په جنګونو کې برخه اخیستې ده.


شربت ګله به د هند د حکومت له لوري وړیا معالجه شي.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي نن وویل چې د هند حکومت ویلي چې په بنګلور کې به د شربت ګلې درملنه وکړي.

شربت ګله د ځیګر په ناروغۍ اخته ده. د ده مېړه او مشره لور په همدې ناروغۍ مړه شوي دي.


د فراه والې وایې چې د یوشمیر مهمو سیمه ییزو طالب قومندانانو کورونه په ایران کې دي.آ صف ننګ نن ازادي راډيو ته وویل چې ددغه طالب قومندانانو ملاتړ د ایران لخوا کیږي او هغوی په افغانستان کې تخریبی فعالیتونه ترسره کوي.


ولسي جرګې د حکومت درې وزیران نن د انکشافي بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب صلاحیت کړل.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو، او د فواید عامې وزیران د ۷۰ سلنې بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب اعتماد شول.

د یو شمېر نورو د سلب اعتماد کېدو بهیر روان دی.


سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د ادارې سرمفتش وايي چې افغان زده کوونکي ښوونځیو ته تر هغه څه خورا لږ حاضرېږي چې د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي ادعا کوي.

دا اداره وايي چې امریکا د افغانستان د پوهنې پر سیکتور ۸۶۸ ملیون ډالره لګولي دي.


د عربو پسرلي د منځني ختیځ هیوادونو ته د ۶۱۴ ملیارد ډالرو په اندازه تاوان اړولی دی.

دا اټکل ملګرو ملتو کړی دی.

د عرب پسرلی، چې له تونسه پیل شو د لیبیا، مصر رژیمونه یې وپرزول او په سوریه کې یې داسي خونړۍ جګړه پیل کړه چې لا هم روانه ده.


د جرمني د دویچې ویلې د راپور له مخې، په وروستیو څو اوونیو کې د ایران له فضا څخه د الوتکو تګ راتګ کم شوی دی.

د دویچې ویلې په وینا د ایران او د دغه هیواد د ګاونډیانو په تېره بیا عراق او عربي خلیج د هیوادونو ترمنځ د سیالي زیاتېدا سبب شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *