په کندهار کې اتل قول اردو وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندهار په نېښ ولسوالي کې ۵۰ تنه وسله وال مخالفان وژلي دي.


سبا /یکشنبه/ د ربیع الاول ۱۲ مه د حضرت رسول اکرم ص د نېکمرغه میلاد په مناسبت په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوه.


د فراه د پولیسو ویندوی نن وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په بالابلوک ولسوالي کې د طالبانو یو قوماندان له ۱۱ ملګرو سره وورل شو.

د طالبانو وژل شوی قوماندان نعیم نومېده او په صاحب الاسلام مشهور و.


طالبان وايي، له ۲۰۰۷ څخه له روسیې سره ښې او نژدې اړیکي لري.

طالبانو دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي په یوه مرکه کې له طالبانو سره تماسونه تایید کړل او نن د روسیې سفیر هم دا خبره تایید کړه.


د انګلیستان لاینز کرکټ ټیم له افغانستانه څلو ورځینۍ مسابقه په ۴۸ منډو وګټله.

له بلې خوا د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو په وړاندې د ۳ شل اووریزو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *