تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات تاند ته وایي، په غالب احتمال چې نن یکشنبه ماسپښین د ټاکنو پایلې اعلان شي.

نوموړی وایي، د ټاکنیزو پایلو لپاره ټول تدابیر نیول شوي او راپور د ټاکنو کمېسیون کمیشنرانو ته سپارل شوی دی چې د تخنیکي ستونزې د نه موجودیت په صورت کې به پایلې اعلان شي.

نوموړی زیاتوي، د ۷ ولایتونو رایې بیا شمیرل شوي او اطلاعاتي بانک ته یې د نتایجو پایلې رسول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تاند ته د رسېدلیو لومړنیو معلوماتو له مخې اشرف غني بریالی او عبدالله عبدالله بیا هم ناکام دی.

خو کمېسیون بیا دا راپور نه تاییدوي او وایي، اصلي پایلې به هغه وي چې په نهایي ډول یې دوی اعلان کړي.

One thought on “نن ماسپښین په غالب احتمال د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانېږي”
  1. د 2014 کال ټاکنی نتایج او د دوهم دوره ابتدایی پایلی د اعلان

    د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو ټاکنې د جوزا په ۲۴ نيټه تر سره شوې او پرون د چنګاښ په شپاړسمه يې پايلې اعلان شوې.

    د ولسمشريزو دوهم پړاو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي۵۶،۴۴ او ډاکټر عبدالله عبدالله۴۳،۵۶ سلنه رايې وړي دي.

    ډاکټر اشرف غني احمدزي له خپل سيال ډاکټر عبدالله وغوښتل، چې د ټاکنو پايلو ته درناوی وکړي او د موازي حکومت له خبرو دې تېر شي.

    مګر دا ځل په ۲۰۱۹ کال کی

    عبدالله یی نه منی او د ۷ ولایتونو بیاشمیرنی په وړاندی خنډ جوړ کړی وو چی وروسته له خپل دریځه وګرځید او خپلو پلویانو ته یی اعلان وکړ چی د کمیسیون کارکوونکو او چارواکو ته اجازه ورکړی چی د رایو بیا شمیرنه وشی نن د ۱۳۹۸ کال د مرغومی لومړی نیټه ده چی لړم د میاشتی ۶ نیټی لومړنی ابتدایی نتایج اعلان کړل

    په لدی دواړو ټاکنو مخکی د لومړی ځل لپاره عبدالله د کرزی په وړاندی ورته دریځ نیولی وو مګر کله چی امریکا ورته ډالر ورکړل مخکی لدی چی دوهم رونډ ته ټاکنی لاړی شی د کرزی سره یی لیدنه وکړه او یوڅو وزیران او سفیران یی ورباندی مقرر کړل مګر په سبا یی د کرزی د بریا اعلان وکړ او د کرزی بریایی ومنله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *