محمد صادق رښتینی – لومړی پېښه د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په دلاهور سیمه کي رامنځ سوي
د کندهار دامنې قومندان جنرال عبدالرازق په وینا د ملکي خلکو پر یو کرولا موټر دروژه مات پرمهال دسړک دغاړي ماین چاودنه سوي چي له امله دوه کسان وژل سوي او درې نور ټپیان دي
د قومندان په وینا ټپیان دکندهار میرویس روغتون ته انتقال سوي چي د دوتنو حالت نازک ښودل سوي
دغه راز تر دې یو ساعت وروسته په پنجوايي ولسوالۍ کي هم د ملکي خلکو پر یوه موټر سایکل د سړک د غاړي ماین چاودنه سوي
د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزی وویل چي په پیښه کي درې کسان وژل سوي چي ټوله دیوې کورنۍ غړي دي
تر اوسه ددې حملو مسوولیت کومي وسلوالي ډلي په غاړه نه دی اخستي
خو دولتي چارواکي تل و سلوال طالبان تورن وي چي پر لویو لارو د افغان او بهرنیو ځواکونو لپاره ماینونه ایږدی چي ډیر وخت يي ملکیان قرباني کیږی
درې اوونۍ مخکي د خاکریز په ولسوالۍ کي د یوې کورنۍ یوولس غړي په یوه ورته پیښه کي وژل سوي وه .