تاند، شنبه د اسد ۵مه: ټاکل شوې چې نن شپه ناوخته رسما د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپایني منډې ترړې پيل شي.

د کورنیو چارو وزارت ټولو هېوادوالو او نوماندانو ته خبر ورکړی چې پولیس یې د کمپایني غونډو او منډو ترړو د امنیتي خوندیتوب لپاره چمتو دي.

د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي، امنیتي ادارو د نوماندانو خوندیتوب، د کمپاینونو د امنیت نیونې، له ټاکنو وړاندې امنیت ټینګښت، د ټاکنو د ورځې د امنیت ټینګښت او له مرکزونو څخه بېرته کابل ته د حساسو موادو د رالېږدونې لپاره ځانګړی پلان چمتو کړی چې کلک عمل به پرې وکړي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ پر طالبانو غږ کړی دی څو افغانان د خپل نوي زعیم ټاکلو ته په کراره پرېږدي او ټاکنیزه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ نه کړي.

ټاکنیزې منډې ترړې به نن ناوخته یعني د شپې له دولس بجو وروسته چې ورځ او نیټه د یکشنبې حدودو ته داخلېږي، د اسد د میاشتې په شپږمه ( د جولای ۸مه) پيل شي او د سپټامبر تر ۲۵مې یعني د میزان تر ۳مې نېټې به دوام وکړي.

ولسمشریزې ټاکنې به د میزان په ۶مه ترسره شي، لومړنۍ پایلې به یې د همدې میزان میاشتې په ۲۷مه ښکاره او نهايي پایلې به یې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *