(غویی-۴) نن ورځ د لوګر پوهنتون د یوې اداري او یوې تدریسي ودانۍ او یو کانال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې پوهنوال سلامت عظیمي، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین دوکتور احمد سیر مهجور, د ولایتي شورا غړو، امنیې قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، استناف محکمې رئیس حقیق الرحمن حقمل، اداري رئیسانو، قومي مشرانو او محصلینو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو موسسې رئیس وحید الله عبدالرحیمزي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل دیاد پوهنتون لپاره اوس په اوو ودانیو د جوړیدو کارو روان دی چې د نن دوه ودانیو سره به د درې ودانیو کارونه بشپړ شي او نور کارونه به هم په راتلونکې کې پای ته ورسېږي.
دغه پوهنتون ۲۸۰ محصلین لري چې ۴۳ تنه یې نجوني دي.
عبدالرحیمزي د لوړو زده کړو له وزارت څخه د تجهیزاتو او د ترانسپورت غوښتنه وکړه.
د نشه یې توکو سره د مبارزې رئیس عبدالنادر واحدي وویل یاده تدریسي ودانۍ چې ۸ صنفونه، ۱۲۲ اداري دفترونه، کتابخانې، دوه اطاقونه،د کمپیوټر خونه او اداري ودانۍ چې ۱۲ اداري خونې،یو د کنفرانس تالار،دوه اطاقونه د پخلنځي دوه خونې ، د لیک لوست زده کړې خونه او د انتظار سالون شامل دي سربیره پردې د پاکو اوبو د څښلو یوه ژوره څاه او نور د ضروت وړ ملحقات لري.
د دغې ودانۍ چارې د نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت د ښو کړنو ستاینې پروګرام لخوا د۳۸۰۰۲۰۵۷ افغانیو په قیمت په یوکال کې بشپړې شوې.
همدارنګه د نشه یې توکو ریس نادري په وینا د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د راجان ملک کانال د رغولو چارې د ۱۲۰۵ متره په اوږدوالي د ۲۰۲۳۶۲۵۰ افغانیو په قیمت سره د اته ماشتو په موده کې د نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت د ښو کړنو ستاینې پروګرام لخوا نن بشپړې شوې.
د واحدي په وینا په دغه کانال کې ۹۷۹۱ کسان په کار مصروف و او ترینه ۱۰۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.
لوګر والي غونډې ته په خپلو خبرو کې ټولو ته د دغو ودانیو د بشپړېدو مبارکي تر څنګ وویل چې د هرې ودانۍ په بشپړېدو سره د جهالت دروازه بندېږي.
والي د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې له وزارت ، لوړو زده کړو وزارت ، د لوګر د لوړو زده کړو د موسسې ، د لوګر د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې ریاست ، استناف محکمې ، جي پي آی ادارې، څخه مننه وکړه او هم یې د دولسي جرګې او ولایتي شورا له وکیلانو مننه وکړه چې د سیاسي او ټولنیزو ستونزو په حل کې یې راسره مرسته کړې ده.
والي زیاته کړه د ستونزو او مشکلاتو ملامتي پر ما او ویاړ یې ستاسو زه د هر ډول ستونزو ملامتي منم زه بشپړ نه یم هر انسان نیمګړتیا لري هر څوک کار کوي تېروتنې کوي خو مونږ باید له تېروتنو زده کړه وکړو.
والي وویل زمونږ لپاره لوی چلنج د حقوقي دوسیو او قضیو منحرف کېدل دي چې دا هر ډول بد بختۍ ته لار هواروي او زمونږ پلان متآثره کوي ځکه هر وخت چې عدالت تر پښو لاندې شي د امنیت د خرابوالي سبب کېږي.
د لوګر د ولایتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وویل چې په یو وخت کې د پوهنتون ساحه کې دوړې او ګردونه وو او خړه ساحه وه خو دادی اوس زمونږ او تاسې د هڅو په پایله کې لوګر د یو ښکلي پوهنتون او ښایسته فضا څخه برخمن دی.
په ولسي جرګې کې د لوګر استازي محمد اکبر ستانکزي ووېل چې دا یواځينی پوهنتون دی چې په ډېر کم وخت کې د زیاتو ودانیو څښتن کېږي او هم یې د لوګر ولایت ادارې څخه مننه وکړه چې پر خپل وخت یې نظارت ترسره کړی دی.
د لوړو زده کړو وزارت معین احمد سیر مهجور وویل چې دوی به د لوګر له پوهنتون سره د قانون مطابق هر ډول مرستې ونه سپموي او تل به یې په خپلو مرستو کې له یاده نه باسي.
د نشه یې توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي ددې پروژو د مبارکۍ ترڅنګ وویل مونږ ویاړو چې په هیواد کې د نشه یې توکو پرضد مبارزه کوو او لوګر ولایت یو له هغه ولایتونو څخه دی چې دا ویاړ لري چې نشه یې توکي پکې صفر دي چې په همدې اساس پکې ۱۲ پروژې د ۶،۵۲ میلونه افغانۍ په قیمت پلي شوي دي ، میرمن عظیمي د لوګر ولایت له محلي ادارې په تېره بیا له امنیتي ځواکونو ځانګړې مننه کړه چې د دوی په مټ دغه پروژې پلي شویدي.
د غونډې په پای کې د لوګر ولایت مقام، نشه یې توکو ریاست او د لوګر د لوړو زده کړو موسسې ریاست لخوا د لوړو زده کړو وزارت وزیره او ورسره راغلی هیئت، لوړو زده کړو وزارت معین په ستاینلیکونو او ډالۍ سره ونازول شول او هم د نشه یې توکو په وړاندې د مبارزې وزارت لخوا لوګر والي، ولسي جرګې او ولایتي شورا وکیلان، استناف محکمې رئیس، امنیه قومندان، نشه یې توکو پرضد د مبارزې رئیس، لوړو زده کړو موسسې رئیس او نور چارواکي په تقدیرنامو وستایل شو.
په پای کې د پوهنتون دوه ودانۍ او د برکي راجان کانال د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.