تاند، جمعه، د جدي ۶مه: نن پر افغانستان د شوروي اتحاد لخوا د مستقیم پوځي تجاوز ۴۰ کاله پوره شول.
شوروي ځواکونو په ۱۳۵۸ کال د جدي د میاشتې په ۶مه نېټه په افغانستان کې د نورمحمد تره کي او ورپسې د حفیظ الامین تر وژل کېدو وروسته د ببرک کارمل په واک ته رسولو او ۱۳۰ زره ځواکونو سره د افغانستان خاوره ونیوله، چې تر لس کلنې خونړۍ جګړې وروسته بېرته د جنیوا تړون په اساس ووتل.
شنونکي په دې باور دي چې افغانستان د روسیې تجاوز او د خلق ډیموکراټیکو حکومتونو اشتباهاتو او ورپسې د تنظیمونو داخلي جګړو او بې برنامه ګۍ د افراطیانو پر ځاله بدل کړ او پر افغانستان یې د امریکا د برید ترسره کېدو ته زمینه برابره کړه.
که څه هم افغان جګړې شوروي اتحاد په کوچنیو څو جمهوریتونو بدل کړ او دغه هېواد پر افغانستان خپل برید هم اشتباه بللې، خو اوس په افغان سولې پروسه کې د لاسوهنې او د طالبانو څخه د ملاتړ له کبله دغه هېواد یو وار بیا تر نیوکو لاندې دی.
د روسیې مداخله په افغانستان کې له دې کبله هم ګڼل کېږي چې دغه هېواد په سیمه کې د امریکا سره په رقابتونو کې یو وار بیا مخامخ شوی او په هر ډول له افغانستان څخه د امریکا د وتلو هڅه کوي.
خو پر امریکا نړیوال او خپل کورني فشارونه له دې کبله زیات دي چې په افغانستان کې د روسیې اشتباهات تکرار نه کړي او افغان بحران په مسوولانه ډول حل کړي.