پاکستان قبایلو ته خبرداری ورکړی چې له راتلونکې میلادي کاله افغانستان ته بې وېزې تګ راتګ ونه کړي.
خو افغانستان ویلي چې قابل افغانستان ته د تګ راتګ لپاره وېزې ته اړتیا نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن په واشنګټن کې وویل، د دونالد ټرمپ په وړاندې په انتخاباتو کې له ماتې وروسته یې زړه دومره مات شوی چې له کوره وتل خوند نه ورکوي.
دې همداراز وویل چې د امریکا ډېر خلک د انتخاباتو پایلو پریشان کړي دي.
د چین خبري اژانس سینهوا د افغان چارواکو په قول وايي چې په سرپُل ولایت کې د طالبانو د ځانبولي والي په شمول ۱۱ غړي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د سرپُل لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي نجیب الله، چې ځان یې عطالله باله، له ۱۱ نورو طالبانو سره پرون /چهارشنبه/ د سرپُل ولایت مرکز ته نژدې د افغان امنیتي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
پاکستان نن وویل چې په کابل کې پر افغان امنیتي ځواکونو حمله په کلکه غندي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل چې پاکستان د کابل انتحاري حمله چې افغان امنیتي ځواکونه پکې ووژل شول، په کلکه غندي.
پرون افغان چارواکو وویل چې په پُل محمود خان سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې ۴ تنه ملکیان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
وروسته د دې برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست.
د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د سلاکارانو د جرګه ګۍ غړی شالاب کومار وايي، که د امریکا د کانګریس غړي د پاکستان پر ضد لایحه تصویب کړي ډونالډ ترمپ به یې تایید کړي او پاکستان به د تروریستي دولت په توګه وپېژندل شي.
ښاغلی کومار هندي الاصله امریکايي دی خو د ټرمپ په کمپ کې مهم سلاکار ګڼل کېږي.
دی وايي چې داسي یوه لایحه ترتیب شوې او که ترمپ کانګریس ته د هغې د تصویبولو اشاره وکړي، پاکستان به تروریستي دولت اعلان شي.
د زابل والي وايي، داعش په دغه ولایت کې فعالیت زیات کړی او په ځینو سیمو کې یې مرکزونه جوړ کړي دي.
د زابل والي بسم الله افغانمل همداراز وویل چې وسله والو طالبانو خپل یو شمېر مرکزونه داعشیانو ته سپارلي دي.
ده خبرداری ورکړ چې که سر له اوسه د داعش پر ضد په زابل کې امنیتي ځواکونه مجهز او غښتلي نه شي، ممکن وروسته د دې ډلې کنټرول د طالبانو په شان ناشونی شي.
د جرمني کابینې پرون /چهارشنبه/ په افغانستان کې د خپلو پوخیانو ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
جرمني په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۹۸۰ سرتېري لري چې په جګړه کې برخه نه اخلي او یوازې افغان امنیتي ځواکونه روزي.
د جرمني د کورنیو چارووزارت وویل، په دغه هیواد کې د ټولو افغان پناه غوښتونکو په سلو کې ۵ باید خپل هیواد ته بېرته لاړ شي.
د جرمني مطبوعاتو پرون د دغه هیواد د کورنیو چارووزارت دا پرېکړه اعلان کړه، ویې ویل چې دغه وزارت پتېیلې ده چې ۱۲ زره ۵۳۹ افغانان افغانستان ته ولېږي. (تفصیل)
د امریکا یوې څارونکې ادارې په یوه لیک کې، چې نن /پنجشنبه/ خپور شو، ویلي چې د متحدو ایالتونو فدرالي ادارې په افغانستان کې د یوه پنځه ستوریز هوټل او یوه اپارتمان پر دوو ودانیو ظاهراً ۸۵ ملیون ډالره لګولي خو له دې مصرف سره سره دا ودانۍ د اوسېدو نه دي. (تفصیل)
داعش یا د اسلامي دولت وسله والې تروریستي دلې د کابل د پرونۍ حملې مسوولیت ومانه.
د کابل په پرونۍ حمله کې ۶ تنه ووژل شول او ۱۴ نور ژوبل شول-
افغان ځواکونه به، چې حاضردمه په هوايي څارنه کې پر بهرنیو ځواکونو اتکا کوي، ژر په خپله د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو په وسیله له استخباراتي او څارنیزو خدماتو برخمن شي.
اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن د پاکستان د پارلمان او مدني ټولنې له یو شمېر غړیو سره په کتنه کې وویل، له تروریزم سره مبارزه د دواړو هیوادونو لپاره مهمه وبلله او له دې پدیدې سره په ګډه مبارزه یې تاکید وکاوه.