پژواک؛ د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو په سپین بولدک کې پر یو بل ډزې وکړې.
اکانومیک ټایمز: پاکستان په هند کې په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون کوي.
بي بي سي: د سوریې په حلب ښار کې سخته جګړه روانه ده.
بېلابېل اژانسونه: داعش د عراق په موصل کې تر ۲۲۰ زیات کسان اعدام کړي دي.
په امریکا کې یوې محکمې یو هکر په دې جرم په ۱۸ میاشتې بند محکوم کړ چې د سینمايي ستورو لوڅ عکسونه یې له غلا کولو (هک کولو) وروسته خپاره کړي ول.
نړیوال بانکګ له افغانستان سره ۱۲۰ ملیون ډالره مرسته وکړه.
= د امریکا پوځ وايي، د موصل په عملیاتو کې تراوسه پوري تر ۸۰۰ زیات داعشیان وژل شوي دي.
په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جوزیف وټل فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ داعشیان د موصل په عملیاتو کې وژل شوي دي.
= د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) وايي د دغه هیواد یوې بې پېلوټه الوتکې روانه اوونۍ د افغانستان په کونړ ولایت کې د القاعده تر ټولو لوی مشر په نښه کړ.
د پینتاګون یوه چارواکي پرون /چهارشنبه/ وویل چې د یکشنبې په ورځ یې د القاعده یو مهم مشر فاروق القتاني البلال الُطبي وویشت.
(تفصیل وروسته)
= وسله وال طالبان وايي چې د میدانښار په شاوخوا کې یې پر ذولتی تاسیساتو پراخې حملې پیل کړي، د کابل کندهار د لویې لارې په ګډون یې دغه ولایت ته ټولې لارې بندې کړي دي.
وسله والو طالبانو د کابل – کندهار پر لویه لار خپل سلفي عکسونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي میدانښار ته څېرمه یې سره کلا او دراني سیمې نیولي دي.
(تفصیل وروسته)
= د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له لنډ سفره تر راستنېدو وروسته وویل چې د عربي خلیج دا هیواد به په کابل کې د سفارت له پرانیستلو وروسته د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري زیاته کړي.
قطر د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هیواد دی. ( تفصیل وروسته)
= د افغانستان د ملي امنیت منسوبانو په بلخ ولایت کې یو برمته شوی کس د برمته ګرو له منګولو خلاص کړ.
برمته ګرو د رفېع الله، چې د فقیر محمد زوی دی، د خلاصون لپاره ۶ ملیون افغانۍ غوښتې. په خبرپاڼه کې د رفع الله د خلاصون دقیقه نېټه او ځای ته اشاره نه ده شوې. خو ویل شوي چې نوموړی روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپازرل شوی دی.
= د مهاجرو پر سر له اروپايي اتحادیې سره د ترکیې له څو ملیارد ډالري معاملې وروسته ایران هم له اروپایانو څخه د افغانانو پر سر د مالي مرستو د ترلاسه کولو په هڅه کې بریالی ښکاري.
د اروپايي اتحادیې د مرستو د تنظیم د چارو مشره روانه میاشت ایران ته ځي چې له دغه هیواد سره په دې خبرې وکړي چې د اروپا د مالي مرستو په بدل کې له خپلې خاورې ترکیې ته د افغان کډوالو د اوښتو مخه ونیسي.
= تینک پراګرس (thinkprogress.org) خپرونې لیکلي: نړۍ د نامتو افغان نحلۍ په اړه اندېښمنه ده خو د ملیونونو کډوالو بحران ته اهمیت نه ورکوي.
= د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي د هند استخباراتي اداره (را) او د افغانستان د ملي امنیت ریاست (این ډي اې) تروریستي ډلې هڅوي چې په پاکستان کې پر نرمو هدفونو برید وکړي.