د وسله والو طالبانو د قطر دفتر، څو تنو افغان خبریالانو او د سیاسي چارو کتونکو ته بلنه ورکړې چې په دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر له غړیو سره وویني. (تفصیل)
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کندهار برښنا په هلمند کې د جګړو د زور اخیستو په نتیجه کې پرچاو شوې ده.
د کندهار اوسېدونکي وايي چې لږترلږه ۴ ورځې کېږي چې برښنا نه لري.
وسله والو طالبانو ویلي چې عام المنفعه پروژو ته تاوان نه رسوي خو د دې ډلې د جګړو له کبله تېر کال کابل څه باندې یوه میاشت له برښنا بې برخې و او اوس کندهار بې برخې شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د ظفر قول اردو د وژل شوي قومندان محي الدین غوري د جنازې په مراسمو کې له نورو چارواکو سره ګډون وکړ او په خپله یې د نوموړي چنازه پر اوږو واخیسته.
ولسمشر د جنازې په مراسمو کې جنرال غوري ته د ډګرجنرالۍ رتبه اعلان کړه. جنرال غوري روانه اوونۍ په بادغیس کې د هیلي کوپتر د لوېدو په پېښه کې ووژل شو.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی خپل لومړیتوبونه مشخص کړي او ډېر ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټې اعلان کړي.
ښاغلی صیاد وايي، دوی هڅه کوي څو هېواد کې د شفافو انتخاباتو لپاره يو ځانګړی مېکانېزم جوړ کړي او له دې لارې د انتخاباتو برخه کې د خلکو له لاسه ورکړی اعتماد بېرته خپل کړي.
ولسي جرګې له سویډن څخه د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته راستنولو په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د سویډن د حکومت له موافقې سره مخالفت وکړ.
د افغانستان حکومت د سویډن او جرمني په شمول له څو اروپايي هیوادونو سره موافقه کړې چې هغه پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږي چې د پناه غوښتنلیکونه یې دري ګونو محکمو رد کړي دي.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې د واحد مرکز نوې څېړنې ښيي چې افغانستان کې د جنایتونو ډېری عاملان لا هم په واک کې دي او له همدې امله عدالت محاصره شوی دی.
د دغې څېړنې یوه مسؤل احمد صبور نورزي د پنجشنبې په ورځ له ساحې څخه د سولې او انتقالي عدالت په اړه د انګېرنې په نوم د ترسره شوي څېړنې پایلې له رسنیو سره شریکې کړې چې په کې په دې پروسه باندې د خلکو باور بایللی ښکاري.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد وايي چې څېړنه یې په کابل، ننګرهار، بامیان، بغلان او ارزګان ولایتونو کې کړې چې د ګډون کوونکو په باور د پخوانیو جنایتونو عاملین د افغانستان د بدبختی عاملان ګڼل شوي دي.
ګارډین ورځپاڼې د چهارشنبې په ګڼه کې لیکلي، د طالبانو له لوري د ملکیانو مرګ ژوبلې د دې سبب شوي چې یو شمېر شتمن افغانان له دې ډلې سره د پخوا په شان مالي مرسته ونه کړي.
ورځپاڼه وايي، طالبان مني چې له مالي ستونزو سره مخامخ شوي ځکه چې د دې ډلې بهرني او کورني تمویلوونکي نور لېواله نه دي چې د دوی په پیسو عام افغانان ووژل شي.
(تفصیل وروسته)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تروریستي حملو د دوام په وړاندې د افغانانو د صبر کاسه په نسکورېدو ده، او د ځان د دفاع لپاره ممکن نورې لارې غوره کړي.
ولسمشر غني دا خبره پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له سرپرستې خاص استازې لارل میلر سره په کتنه کې وکړه. (تفصیل)
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د هیواد په شمالي ولایتونو کې یو تن په دې خاطر نیول شوي چې د دې شورا په استازیتوب یې په خپل سر ستاینلیکونه وېشل.