تاند- نن د میلادي ۲۰۱۹ د جنورۍ لومړۍ د نوي میلادي کال لومړی ورځ ده. ملګري ملتونه وايي چې همدا نن ورځ به په افغانستان کې ۳۲۲۷ ماشومان وزېږي.
د ملګروملتو د یونسیف یا د ماشومانو د ملاتړ ادارې له اټکل سره سم، په درسته نړۍ کې نن /جنوري ۱/ شاوخوا ۳ لکه ۹۵ زره ۷۲ ماشومان دنیا ته سترګې رڼوي چې د هغو په منځ کې به ۳۲۲۷ تنه په افغانستان کې وي.
که څه هم په یو شمېر هیوادونو کې میندې د خپلو ماشومانو د زوکړې ورځ په خپله تنظیموي او ځینې ښايي غوره وبولي چې د کال په لومړۍ ورځ یې ماشوم دنیا ته راشي خو په مجموع کې د ملګروملتو راپور ښيي چې هره ورځ څومره ماشومان زېږي.
د ملګروملتو د یونسیف په هغه خبر کې، چې د نوي میلادي کال او په نړۍ کې د نفوس د ودې په اړه یې پرون /یکشنبه/ خپور کړی، راغلي دي:
«له دې سره سم چې په سیډني کې د ساعت ستنه د شپې ۱۲ بجو ته ورسېده، سیډني به ۱۶۸ نوزېږو ته هرکلی ووايي، ورپسې به په توکیو کې ۳۱۰ نوي ماشومان سترګې ورغړوي، په پیکینګ کې به ۶۰۵، په مادرید کې ۱۶۶ او بالاخره په نیویارک کې به ۳۱۷ ماشومان وزېږي.»
د ملګروملتو په راپور کې اټکل شوی و چې د ۲۰۱۹ کال لومړنی ماشوم به احتمالاً په پسفیک سمندر کې د فیجي په ټاپو کې وزېږي.
د جنورۍ د لومړۍ نېټې له ټولو نوزېږو څخه به ۹۹۱۸۳ تنه یوازې په جنوبي اسیا کې وزېږي چې د یونسیف په وینا د ټولو زېږېدونکو ماشومانو څلورمه برخه کېږي. او د جنوبي اسیا په منځ کې د هند ونډه تر ټولو زیاته ده. په دې ستر هیواد کې به ۶۹۹۴۴ ماشومان وزېږي. ورپسې به په پاکستان کې ۱۵۱۱۲، په بنګله دېش کې۸۴۲۸، په نیپال کې ۱۵۹۱، په سریلانکا کې ۸۲۲، په بوتان کې ۴۰ او په مالدیپ کې ۱۹ ماشومان دنیا ته سترګې رڼې کړي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د یونسیف مرستیال استازي ستیفانوساوي وايي«راځئ د سږکال د نوي کال په ورځ هوډ وکړو چې د هر ماشوم هر حق په ځای کوو او پیل یې د هغوی له ژوندي پاتې کېدو کوو. که موږ سیمه ییز (طبي) کارکوونکي وروزوو او په وسایلو یې سمبال کړو چې هر نوزېږی په خوندي ډول دنیا ته راځي، په ملیونونه ماشومان به وژغورل شي.»
لا هم په افغانستان کې د نړۍ تر بل هر هیواد زیات ماشومان د زوکړې په مهال مړه کېږي. دغه راز تر بل هر هیواد زیاتې میندې په افغانستان کې د اولاد د زېږون په مهال له ژونده بې برخې کېږي.