= ایران وايي، افغانستان دې د ښاري پراختیا په برخه کې د دوی له تجربو ګټه واخلي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیر عباس اخوندي د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر سید سادان منصور نادري سره په کتنه کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د کورسونو په وسیله له افغانانو سره د ښاري براختیا په برخه کې خپلې تجربې شریکولی شي.
= یوه وسله وال نن /چهارشنبه/ په کابل کې پر بهرنیو پوځیانو په ډزو لږترلږه یو بهرنی پوځي وژلی او شپږ نور ژوبل کړي دي.
تفصیل وروسته
= نامعلومو وسله والو په لوګر ولایت کې ۲۰ تنه ماین پاکان برمته کړل.
د لوګر د والي ویندوی وویل چې تراوسه څرګنده نه ده چې دا ماین پاکان چا تښتولي خو پخوا وسله والو طالبانو په ځلونو ماین پاکان تښتولي دي. (تفصیل وروسته)
= په کندهار کې کروندګراو باغداران وايي چې سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله د انارو حاصل ډېر دی خو که بازار ورته پیدا نه شي حاصل به یې ضایع شي.
دوی وايي، له یوې خوا پاکستان د افغان مېوو د صادراتو په مهال په پوله کې خنډونه پېښوي او له بلې خوا د مېوو د حاصل په مهال په پاکستان کې انار خورا ارزانه وي نو له حکومت او نړیوالو غواړي چې په نورو هیوادونو کې د انارو لپاره بازار ومومي.
= د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د طالبانو یو قوماندان وژلی او ۹ نور یې ژوندي نیولي دي. (تفصیل وروسته)
= د مومند ایجنسۍ د عیسي خېلو د سیمې قومي مشرانو د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دوی او افغانستان ترمنځ لاره پرانیزي.
دا لار له ۸ کلونو راهیسي پاکستاني پوځیانو بنده کړې چې له کبله یې د مومندو ایجنسۍ کاروبار خراب شوی دی.
= د سعودي عربستان پاچا د خپل هیواد د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د افغانانو د پاکستاني پاسپورټونو په افغاني هغو په بدلېدو او اقامت ورکولو کې مرسته وکړي.
= د سره صلیب نړیوالې کمېټې د موصل د جګړې له ادواړو ښکېلو خواوو وغوښتل چې د جګړې په ترڅ کې بشرپاله هېره نه کړي.
عراقي او متحدو ځواکونو یې له داعش څخه د موصل د خلاصون لپاره عملیات پیل کړي دي.
= په بریتانیا کې یو رومانیايي قاچاقبر برتانیا ته د ۹ افغانانو د وړلو په تور له کلونو بند سره مخامخ دی.
رومانیايي (Mircea Sandu) اعتراف وکړ چې له فرانسې څخه یې د اوبو له لارې دوې افغان کورنۍ په قاچاقي ډول بریتانیا ته رسولي دي.
= د اروپايي اتحادیې د امنیتي چارو مسوول پر موصل د پراخو عملیاتو له پیلېدو وروسته وویل، اروپايي هیوادونه باید د عراق له دې ښاره د داعشیانو له شړل کېدو وروسته ځانونه د داعش د غړیو بېرته ورستنېدو ته تیار کړي.
= د متحده عربي امارتو د وام خبري اژانس د راپور له مخې په سعودي عربستان کې د دوو سترو سپېحلیو جوماتونو متولیانو د سې شنبې په ورځ د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله او ملګري پلاوي سره وکتل.
= پاکستان وايي چې د پنجاب په ګوجرانوالا ښار کې یې د القاعده شبکې ۳ مشکوک غړي وژلي دي. پاکستان دا ادعا پرون /سې شنبه/ وکړه.