افغان امنیتي ځواکونو په جلال اباد کې دوه تنه، چې غوښتل یې په دغه ښار کې د هند پر کونسلګرۍ تروریستي برید وکړي، نیولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت مسوولانو له دغو دوو تنو سره د بم جوړولو وسایل هم موندلي دي.
= د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان په خپله خاوره کې د سختدریځو پر ضد د اقدام په وسیله د سیمې په امنیت کې مستقیمه برخه اخیستی شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کیربي وویل«موږ باور لرو چې پاکستان په خپله خاوره کې د سختدریځو پر ضد، چې په ګاونډیو هیوادونو کې حملې کوي، په اقدام کولو د سیمې په ثبات کې ونډه اخیستلی شي.»
= د ولسي جرګې غړیو د حکومت د جګپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو د حل کېدو غوښتنه وکړه او د جنرال عبدالرشید دوستم پر وروستیو څرګندونو یې اندېښنه ښکاره کړه.
= د زابل والي نن وویل د دغه ولایت د عدلې رييس ګلاب محمد خطير د اخلاقي فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
بسم الله افغانمل وویل، دا اقدام وروسته له هغه کیږي چې د ټولنيزو رسنیو له لارې په یوه خپره شوې ویډیو کې د زابل د عدلیې رييس ګلاب محمد خطير لیدل کیږي چې له خپل يوه کارکوونکي څخه غیراخلاقي غوښتنه کوي.
خطیر ویلي چې د ده له ویدیويي تصویر سره ږغ په جعلي ډول یوځای شوی دی.
= پاکستان افغان شربت ګله، چې د سترګو تک شین رنګ یې نړیوال شهرت ترلاسه کړی، د جعلي اسنادو د لرلو په تور نیولې ده.
پاکستاني چارواکي وايي چې شربت ګله یې نن /چهارشنبه/ ونیوله او د جرم د ثابتېدو په صورت کې تر ۱۴ کاله پوري بندي کېدای شي.
= د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تفاهم لیک د عملي کیدو ګډه کمیټه وايي چې دا کمیټه به ډير ژر خپل کار پیل کړي.
د ګډې دې کمیټې یوه غړي محمد امین کریم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر د حکم له مخې حکومتي بنسټونه د دې کمیټې د اجرایې شورا د پریکړو پر تطبیق مکلف دي.
= ولسمشر غني په غور کې د وسله والو طالبانو له لوري د لسګونو ملکیانو ډله ییزه وژنه غندلې او ویلي یې دي چې له سختدریځو څخه به د دې جنایت بدل واخیستل شي.
ولسمشر همداراز ویلي، دغه ډول جنایتونه هره ورځ د جنایتکارانو دوسیې پړسوي او هغوی به د جنګي جنایتکارانو په توګه یوه ورځ عادلانه محکمې، د افغانستان خلکو او قانون ته ځواب ووایي.
= د غور والي نن وویل چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرکز په لس کیلومترۍ کې د کاسي د سیمې کورنیو ته د هغوی د ۲۶ خپلوانو مړي وسپارل.
= په غور کې وسله والو طالبانو په لسګونو تنه له تښتولو وروسته په ډله ییز ډول وژلي دي.
طالبانو دا کسان پرون وتښتول او وروسته یې په ډله ییز ډول ووژل.