د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ویلي و ده له ولسمشر سره د څو چوکیو پر سر معامله کړې ده.

ځینو رسنیو ویلي چې عطا محمد نور ولسمشر غني ته ویلي چې د ده څو نژدې کسانو اته د معینیت او سفارت چوکۍ ورکړي.


د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالي اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځیانو د دوی پر کورونو راکټونه ویشتي دي.

د دوی په وینا تېره شپه د پاکستان له لوري لږترلږه ۳۰ راکټونه د ځاځي اریوب ولسوالۍ پر بېلابېلو برخو ولګېدل.

تراوسه پوري د پاکستانی راکټونو په وجه چا ته د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.


اسیايی پراختیا بانک په افغانستان کې د کرنې د ملاتړ لپاره ۷۰ ملیون ډالره مرسته وکړه.


پاکستان وايي، د دغه هیواد تروریستي ضد ځواکونو د پنجاب ایالت مرکز لاهور ښار ته نژدې نن /چهارشنبه/ ۹ تنه ترهګر ووژل.

د پاکستان د تروریستی ضد ادارې په وینا دا کسان د پنجاب شیخوپورې کې مخکې تر دې ووژل شول چې پر پولیسو او نورو امنیتي ادارو برید وکړي. ۴ تنه نور په تېښته بریالي شول.


د سي اې ایف مرستندویې ټولنې له یوې څېړنې سره سم، د نړۍ د دوو جنګ ځپیلو هیوادونو یعني عراق او سوریې او دغه راز برما یا میانمار خلک تر ټولو سخیان دي.

د دې ټولنې په څېړنه کې جوته شوې ده چې د عراق او لیبیا په هرو ۱۰ تنو کې ۸ له پردو سره مرسته کړې او په میانمار کې په سلو کې ۹۱ خلکو کومک کړی دی. (تفصیل)


د افغانستان لوی څارنوال وايي، افغان ښځې د بند د دورې له پوره کولو وروسته په خپلو کورونو او ټولنې کې ځای نه لري.

ده وویل، د بند هدف دا دی چې مجرم اصلاح شي خو په افغانستان کې ښځې د یوه جرم لپاره د نارینه وو خلاف څو واري سزا ویني.


د پاکستان په کراچۍ بندر کې په یوه ستره بېړۍ کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي دي.

ویل شوي چې په بېړۍ کې هغه مهال اور بل شو چې کارګر د بېړۍ په ټانکۍ کې د عوارضو په ترمیم بوخت ول.

په بېړۍ کې پر له بسې چاودنې شوي دي.

3جنرال دوستم وايي، ولسمشر غني وسره ټېلفوني خبرې کړي او ورته ویلي یې دي چې د ده د ترور د ناکامې هڅې په اړه به د تحقیقاتو لپاره پلاوی وټاکي.

ویل شوي چې دوست لس کسه ګومارلي و چې زرګونه خلک د ده په ګټه مظاهرې ته راټول کړي.


پاکستاني محکمې په ضمانت د شربت ګلې له خلاصون سره مخالفت وکړ.

شربت ګلې پر ځان لګېدلی تور رد کړ، ویې ویل چې پاکستانی اسناد یې په جعلکارۍ نه دي ترلاسه کړي بلکې ورکړای شوي دي. (تفصیل)


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هند له لوري افغانستان ته ورکړای شویو (Mi025) څرخکو د افغانستان د امنیتي وضعیت د لا خرابېدا په مخنیوي کې مرسته وکړه.

ولسمشر غني د امنیتي ادارو ګډې غونډې ته د سې شنبې په ورځ وویل«که د هند له لوري ایم آی – ۲۵ هیلي کوپترونه نه وای رارسېدلي، ممکن وضعیت تر دې خراب شوای وای.»


په خوست کې په بدو کې د نجونو له ورکړې سره نن جهاد اعلانېږي.

ټاکل شوې ده چې قومي مشران، د مجاهدینو د سراسري شورا غړي، د دیني عالمانو شورا او د بدو له ناولي دود سره د مبارزې سفیران لویه غونډه جوړه کړي او د دغه ناوړه دود پر ضد جهاد اعلان کړي.


د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشرو لوبغاړو ټیم پرون /سط شنبه/ هند ته لاړ چې په اسیايي اتلولیو کې د ګډون لپاره تیاري ونیسي.

ټاکل شوې ده چې د اسیا د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلو سیالۍ د دسمبر له ۸ تر ۲۲ پوري په سریلانکا کې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *