د ترکمنستان ولسمشر وايي، د ټاپي پروژې د اجرا کېدو په نتیجه کې به د ګازو د ترانزیت له درکه افغانستان د کال یو ملیارد ډالره ګټه ترلاسه کړي.
د پاکستان حکومت وايي چې د افغانستان په اړه له اسیا زړه کنفرانسه وروسته د هند په کوربه توب په هیڅ غونډه کې ګډون نه کوي.
پاکستان ویاي چې هندیانو د پاکستان له استازي سره په خپله خاوره کط غیردیپلوماتیک چلند کړی دی.
په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، هغه وخت راغلی چې پاکستان په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو پر ضد عملي ګامونه واخلي.
شیدا ابدالي سي این این تلویزیون ته په مرکه کې وویل، باید د سیمې هیوادونه تروریستان په دوو ښو او بدو ډلو ونه ویشي.
د سوریې د حکومت مخالف وسله وال له زوړ حلب ښاره وتلو ته اړ وتل. د وروستیو راپورونو له مخې، د سوریې د حکومت ځواکونو زوړ حلب ښار نیولي دی.
د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ یو وار بیا د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالي کې خونړۍ نښتې شوي دي.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وویل، د ملا هیبت الله د ډلې غړیو تېره شپه د ملا رسول په مشرۍ د قوماندان ملا ننګیالي پر پلویانو حمله وکړه.
د فرهاد په وینا په دې جګړه کې، چې د هیبت الله د ډلې د جګړه مارو مشري ملا صمد کوله، د دواړو خواوو ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ومنله چې امریکا په افغانستان کې طالبان له منځه نه شي وړلی خو د افغانستان له حکومت سره مرسته کولی شي چې په خپل هیواد کې ثبات راولي.
ازادي راډیو وايي، کره سرچینو ورته ویلي چې د حکمتیار کورنۍ ننګرهار ولایت ته رسېدلې او ژر به په خپله حکمتیار هم په جلال اباد کې مېشت شي.