تاند، شنبه، د د میزان ۱۳ مه: ټاکل شوې چې د ولسمشریزو ټاکنو ټول حساس انتخاباتي مواد نن په بشپړه توکه مرکز کابل ته ورسیږي او ددغې پروسې عملاَ رایه شمیرنه پیل شي.

د د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، له پلان سره سم تمه ده نن شنبه د کابل مرکزي دفتر ته له ولایتونو د حساسو انتخاباتي موادو د رالېږدونې بهیر بشپړ شي.

ددغه کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تاند ته وویل، د جمعې ورځې تر ماښامه د ۲۳ ولایتونو حساس ټاکنیز مواد کابل ته ورسېدل او د پاتيې ټولو ولایتونو مواد به نن شنبه د ورځې تر پایه کابل ته ورسیږي.

ښاغلي ابراهیمي همداراز وویل چ، د جمعې ورځې تر ناوخته د بایومټریک شویو رایو ۲۰ زره او ۵۰۰ فورمې یې د کمیسسیون له اصلي سرور سره وصلې شوې او دا پروسه دوام لري.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې چې، د ټاکنو کمیسیون د شمېرو له مخې شااوخوا دوه میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو په دغو ټاکنو کې برخه اخیستې ده او ټاکل شوي د رواني میاشتي په ۲۷ نیټه د ټاکنو پایلې اعلان شې.

One thought on “نن کابل ته د ټاکنیزو توکو انتقال بشپړېږې او رای شمېرنه پیلېږي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *