تاند- ناسا یا د امریکا فضايي تحقیقاتي اداره وايي، نن به یوه کوچنۍ سیاره مځکې ته نژدې تېره شي.
ښايي پوښتنه درته پیدا شي چې څومره نژدې یا له نژدې څخه منظور څه دی؟
ناسا ویلي چې دا کوچنۍ سیاره یا ټوټه به له مځکې ۴۲ زره کیلومتره لېري تېره شي.
دې ته په پام چې مځکې ته تر ټولو د نژدې سیاره ګۍ یعني سپوږمۍ فاصله زموږ له کُرې ۳ لکه ۸۰ زره کیلو متره دی، ویلی شو چې ناسا بې ځایه نه دي ویلي چې دا کوچنۍ ټوټه زموږ د مځکې له څنګه تېرېږي.
دا ټوټه به د واشنګټن په وخت د سهار په یوه بجه او ۴۵ دقیقې د مځکې د جنوبي قطب پر سر تېره شي.
د دې سیاره ګۍ اندازه د ۷ او ۳۰ مترو ترمنځ ښودل شوی او د حرکت سرعت به یې ۲۶ زره کیلو متره وي.