= د ولسمشر دفتر نن اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات به راتلونکی کال وشي.

ارګ وايي چې د انتخاباتو نېټه او مهالوطش به د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نوي کمیشنران وټاکي.


= د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د تي په سرطان نیمايي اخته افغان مېرمنې له ژونده بې برخې کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د مېرمنو د سینې سرطان نور په نړۍ کې د درملنې وړ ناروغي ده او اکثره ناروغان یې تداوي کېږي.


= د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم هستوګنځي ته نژدې د وسله والو مخالفانو پلان شنډ کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې په غورماچ ولسوالي کې د جنرال دوستم پر هستوګنځي برید وکړي خو امنیتي ځواکونو تېره شپه پرې برید وکړ او وسله وال طالبان یې اړ ایستل چې له سیمې وتښتي.


= انتحاري بریدونه جاپان ته ورسېدل.

د توکیو په وخت نن /یکشنبه/ تر غرمې مخکې لومړنۍ چاودنه د پلازمېنې د شمال په ۶۰ کیلومترۍ کې په یوه پارک کې چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې، چې په درول شوي موټر کې وشوه، ۲ موټرونه ویجاړ شول. په دې پېښه کې د انتحاري کور هم اور واخیست.

پولیس وايي، د یوه سړي سوځېدلی جسد یې موندلی. دوی همداراز وویل چې د ۳ نورو پېښو په اړه هم څېړنې کوي.


= د افغانستان تروریستي ضد ځواکونو په کونړ کې په یوه پاکستانۍ لارۍ کې ۱۰۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد ونیول.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې د دغو چاودېدونکو موادو په تړاو یې ۳ تنه نیولي چې ۲ یې پاکستانیان دي.


= د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي، که د ښار شاوخوا سیمې له وسله والو طالبانو تصفیه نه شي، ممکن دا ښار بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دوی وايي، د طالبانو د حملې ۲۰ ورځې وځي خو افغان امنیتي ځواکونو لا هم د ښار په شاوخوا کې تصفیوي عملیات پیل کړي نه دي او طالبان لا هم ښار ته په نژدې سیمو کې موجود دي.


= د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خاصه استازې وايي، په جرمني کې اکثره افغان پناه غوښتونکي د مهاجرت په شرایطو برابر نه دي ځکه باید بېرته افغانستان ته ولېږل شي.


= په کابل ښار کې نن په یوه چاودنه کې لږترلږه ۱ تن ژوبل شو.

امنیتي چارواکي وايي، دا چاودنه د مقناطیسي بم وه چې د افغان اردو په یوه موټر پوري نښلول شوی و. په چاودنه کې موټر ویجاړ شوی او چلوونکی یې ژوبل شوی دی.


= وسله والو طالبانو د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې یو شمېر پوستې نیولي دي.

د چورې ولسوال تایید کړه چې دا پوستې په تېرو دوو ورځو کې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ده وویل چې که کومکي ځواک ورونه رسېږي ولسوالي یې ممکن د دولت له کنټروله ووځي.


= ملګرو ملتو د افغانستان د مخدرو موادو په اړه په یوه تازه راپور کې نن ویلي چې په دغه هیواد کې د وسله والو طالبانو د نفوذ د ساحو په براختیا سره د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید هم زیات شوی دی.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په وینا سږ کال په افغانستان کې پر ۲۰۱۰۰۰ هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي دي.

(تفصیل وروسته)


= د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، لږترلږه ۲۱ تنه برمته ګر یې په پلازمېنه کابل کې نیولي دي.

د ملي امنیت د ریاست له خبرپاڼې سره سم، چې نن یې خپره کړې، دا کسان په تېرو ۶ میاشتو کې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې نیول شوي دي.


= د هلمند والي وايي، امنیتي ځواکونو وسله وال طالبان د لشکر ګاه ښار له شمالي څنډو له ۵ تر ۶ کیلومترو پوري په شا تمبولي او ښار یې د طالبانو له ړندو راکټي حملو خوندي کړی دی.


= د پاکستان ابزرور ورځپاڼې نن د دغه هیواد د ملېشه ځواکونو په قول وویل چې ۲۲ تنه افغانان یې د جمعې په ورځ د بلوچستان ایالت په چاغي سیمه کې نیولي دي.

ملېشه ځوا د دغو کسانو د نیونې علت د اسنادو نه لرل ښودلي دي.


= د پاکستان د پیپلز ګوند یوه مشر او سناتور فرحت الله بابر پرون د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسي کې د بدلون غوښتنه وکړه.

ده وویل، تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، لږترلږه د پاکستان قبایلي سیمې به هم د سولې مخ ونه ویني.


= وسله والو طالبانو د ډرون یا بې پېلوټه الوتکې په وسیله د یوې انتحاري حملې په نتیجه کې د ویجاړیو ویدیو خپره کړه.

وسله والو طالبانو ویلي چې له ۱۸ میاشتو راهیسي له بې پېلوټه الوتکو کار اخلي.


= د امریکا لوی مخابراتي شرکت اې ټي انډ ټي وايي، په ۸۵ ملیارده او ۴ سوه ملیون ډالره یې د ټایم وارنر رسنیزې – تفریحي کمپنۍ د اخیستلو سودا کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *