د ولسمشر ویندوی هارون چخانسوري نن وویل، د ولسمشر غني او مرستیال عبدالرشید دوستم ترمنځ اختلاف حل شوی دی.
ده وویل، د دوی ترمنځ خوابدي د سو تفاهم له کبله وه.
چخانسوري دا هم وویل چې د حکومت د مشرانو ټول وړاندیزونه او غوښتنې منل شوي دي.
د دوستم ویاند تراوسه پوري د اختلافاتو د حل کېدو خبره تایید کړې نه ده.
هندي رسنیو نن وویل چې د نوي ډیلي په هوايي ډګر کې له دوو افغانانو د ۲۰ ملیونه هندي روپیو په ارزښت هیروین ونیول شول.
هندي رسنۍ وايي، دا دوه افغانان د پنجشنبې په ورځ په کام اییر هوايي شرکت کې هند ته ورغلي ول.
پولیس هغه مهال پر دوی شکمن شول چې د یوه وضعیت له دې کبله خراب شو چې هیروین یې تېر کړي ول.
د کابل – جلال اباد په لویه لار ، شکر دره او هرات کې په څو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۸ تنه ووژل شول.
د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د دوو موټرو ترمنځ، چې یو یې د پولیسو و، د ټکر په نتیجه کې لږترلږه ۴ تنه مړه شول.
بله ترافیکي پېښه د کابل په شکردره ولسوالي کې وشوه. د شکر درې په پېښه کې ۵ تنه مړه او ۲ ژوبل شول.
او د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالي کې ۹ تنه د هرات- کندهار پر لویه لار مړه شول.
د خرابې ډریورۍ، په ترافیکي مقرراتو د نه پوهېدو، بې پروایۍ او د سړکونو د خرابوالي له کبله په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې کېږي.
وسله والو طالبانو د کندوز د پنجشنبې د شپې د پېښې په تړاو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په هغه ځای کې موجود نه ول چې امریکايي الوتکو پرې بمباري وکړه.
طالبانو همداراز ویلي چې هیڅوک له خپل کوره پوځي اډه نه جوړوي او نه دوی د پېښې په مهال کومه غونډه جوړه کړې وه. (تفصیل)
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، په بګرام محبس کې ۱۵۰ ماشومانو او تنکي ځوانان هم بندیان دي.
د عدلیې وزارت دا خبره تاییدوي خو وايي چې د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز ته تر قانوني عمر د کشرو بندیانو د لېږدولو پروګرام نه لري.
د خیبر ایجنسۍ سیاسي استازی (پولیټیکل ایجنټ) وايي، پر ملېشه ځواک د وسله والو سختدریځو له حملې وروسته د پېښور – تورخم لاره د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.
ویل شوي چې په برید کې یو ملېشه ځواک وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي.
د کابل د اتمې امنیتي حوزې منسوبانو دوه تنه مشکوک قاتلان د مقتولانو د کورنیو د غړیو د شکایت پر اساس نیولي دي.
د شاکي کورنۍ غړیو ویلي چې دغو دوو مشکوکو کسانو ۳ کاله وړاندې د پولیسو په جامه کې د دوی دوه زامن، چې د ښوونځي زده کوونکي ول، وژلي او دوه نور ژوبل کړي دي.
د عراق په سامرې او تکریت ښارونو کې انتحاري حملو لږترلږه د۱۰ ایرانیانو په شمول ۲۱ تنه ووژل. له بلې خوا د عراق صدراعظم ویلي چې موصل به ژر ازاد شي خو له سیمې راپورونه وايي چې داعش له خلکو د انساني ډال په توګه کار اخلي او دغه ښار ته یې د عراقي پوځیانو پرمختګ ټکنی کړی دی.
د تحریک انصاف مشر عمران خان، چې ګوند یې په خیبر پښتونخوا کې حکومت په لاس کې لري، د دغه ایالت له حکومته غوښتي چې شربت ګله له پاکستانه ونه باسي.
عمران خان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دا پیغام یې د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر پروېزخټک ته لېږلی دی.
ده ویلي چې شربت ګله باید د انساني خواخوږۍ او ترحم پر اساس ونه ایستل شي. خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ویلي چې شربت ګله به سبا له روغتونه خپل هیواد ته ولېږدوي. ډاکترعمر زاخېلوال ویلي چې له ولسمشره یې غوښتي چې شربت ګلې ته سرپناه ورکړي. د شربت ګلې د ملاتړ په برخه کې د افغان سفیر هلې ځلې افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ستایلي دي. (تفصیل)
د افغانستان بانک وايي، د کال ۵ ملیارده افغانۍ سوځوي.
د افغانستان بانک چارواکي وايي، په بازار کې د افغانیو د تبادلې د اوسني سیستم لپاره یو متبادل پروګرام پیلوي.
د دوی په وینا اوس هر کال ۵ ملیارده افغانۍ د دې لپاره سوځوی چې تر اندازې زیاتې زړې شوي وي او نور ورڅخه کار نه شي اخیستل کېدای. (تفصیل)
د هند (ټایمز اف انډیا) ورځپاڼې نن ولیکل، یو افغان سوداګر د ډیلي په چاندني چوک کې ولوټل شو. غلو له افغان سوداګره ۸۰ زره هندي روپۍ او نور وسایل وړي دي. (تفصیل)
د جرمني په یوه کوچني ښار کې د نیونازیانو یا فاشیستانو یوې ډلې درې افغانان ژوبل کړل.
دا پېښه د جرمنې په ماښام د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت مرکز دریزدن ته نژدې په هیدیناو (Heidenau) ښارګوټي کې وشوه.
ویل کېږي چې نیونازیان په درزدن ښار کې زیات دي او ډېر بهرنیان نه غواړي چې د جرمني دغه ښار ته، چې د چک جمهوریت په پوله کې دی، لاړ شي.
په جرمني کې د مسلمانانو خلاف غورځنګ بنسټ هم په دغه کوچني ښار کې اېښودل شوی دی.
د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې شاوخوا ۱۰۰ وسله وال مخالفان وژلي دي.
د پکتیکا د امنيه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرووف مسعود پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، په دغو عملیاتو کې، چې په تروې، وړممۍ او وازیخواه ولسوالیو کې وشول، شاوخوا سل وسله وال مخالفان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.