د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن /یکشنبه/ څو شېبې وړاندې وویل، د واک له ترلاسه کولو سره سم به له ۲ تر ۳ ملیونو بې اسنادو مهاجر د امریکا له متحدو ایالتونو وباسي.

ټرمپ په یوه تلویزیوني مرکه کې، چې نن به ناوخته خپره شيو وویل«موږ غواړو چې جنایتکاران او هغه کسان چې د جرمونو دوسیې لري، د غلو او غدیو غړي دي، د مخدرو موادو کاروباریان دي او شمېر یې احتمالاً ۲ ملیونو ته رسېږي او یا هم ممکن ۳ ملیونه وي، له هیواده وباسو. دوی دلته په غیرقانوني ډول اوسي.»


په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر شیدا نن وویل چې په نړۍ کې تر ټولو مشهوره افغان ښځه شربت ګله به ژر د درملنې لپاره هند ته ورسېږي.

شیدا ابدالي له هنده مننه کړې چې د شربت ګلې وړیا درملنه کوي او په هره برخه کې له افغانستان سره ریښتینونې دسوتي ثابتوي.


 په افغانستان کې د امریکا سفارت  نن /یکشنبه/ وروسته له دې بند کړای شو چې پرون په بګرام هوايي ډګر کې پر امریکايي پوخیانو انتحاري برید وشو.

(تفصیل)


عراقي ځواکونو د داعش د سختدریځې ډلې پر ضد د پرمختګونو په دوام کې د نمرود تاریخي ښار له دې سختدریځې ډلې ونیوه. عراقي ځواکونو د سوریې د پولو په لور د داعش پر ضد پرمختګ ته لا هم دوام ورکوي.


د ولسي جرګې نن /یکشنبه/ درو وزیرانو ته د رایبکسونه کېښودل چې دوو یې رد او یو تایید شو.

د مالیې وزیر اکلیل حکمي تایید شو خو د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د ترانسپورت وزیر محمد بتاش یې رد کړل.

(تفصیل)


رویټرز خبري اژانس وايي، سره له دې چې دونالد ټرمپ تراوسه پوري د افغانستان په اړه خپل څرګند دریځ نه دی اعلان کړی خو باور کېږي چې افغانستان به د ده په بهرنۍ پالیسۍ کې ځانګړی ځای ولري.

ټرمپ تراوسه پوري د افغانستان په اړه ډېر څه نه دي ویلي خو د ده له لږ خبرو داسي ښکاري چې په دغه هیواد کې تر ۵ زرو د زیاتو امریکايي پوخیانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ۳ وزیرانو څخه د اعتماد رایې اخیستلو په غبرګون کې د ولسي جرګې له اداري پلاوي تېره شپه وغوښتل چې د کابینې غړي د کار دوام ته پرېږدي.


نن به د افغانستان او تاجکستان د فوټبال ملي لوبډلې نن /یکشنبه/ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې په یوه دوستانه سیالۍ کې سره مخامخ کېږي.

(تفصیل)


د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر د بګرام د حملې په غبرګون کې وویل چې دا ډول بریدونه به د افغانستان په وړاندې د امریکا اراده بدله نه کړي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د بګرام هوايي اډې په پرونۍ انتحاري حمله کې ۲ امریکايي پوځیان او ۲ امریکايي قراردادیان وژل شوي او د یوه پولنډي سرتېري ۱۷ نور ژوبل شوي دي. په ټپیانو کې یو تن پولنډی دی، نور امریکایان دي.

ځواب دلته پرېږدئ