د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملګروملتو د بایکاټونو د کمېټې له مشر او غړیو سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیسته لیري کړي او د ملا هبت الله په ګډون د هغو طالبانو نومونه د تحریمونو په لیست کې شامل کړي چې سوله نه غواړي.


د افغانستان حکومت د ولسي جرګې له لوري د ۹ وزیرانو له استیضاح کولو وروسته د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د استضاح کولو د بهیر په اړه سترې محکمې ته شکایت وکړ او له دې محکمې یې د تفسیر غوښتنه وکړه.


وروسته له دې چې هندي ځواکونو ۷ پاکستاني پوځیان ووژل، پاکستان پټکه وکړه چې له هنده به ژر غچ واخلي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې هندي پوځیانو د دوو هیوادونو ترمنځ د کشمیر په کنټرول کرښه کې تېره شپه پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ او ۷ تنه یې ووژل.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د ټاکنیزو کمیسیونونو د هغو نوماندانو د مرکو لړۍ پیل کړه، چې د غوراوي کمېټې یې نهایي نوملړ تېره اونۍ جمهوري ریاست ته سپارلی  وو.

2په ارګ کې د مرکو په دغه بهیر کې، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال فرید حمیدي، د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمد زمان سنګري او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون رئیس ډاکټر محمد قاسم هاشمزي هم حضور درلود.


د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه په غور ولایت کې بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.

د غور چارواکي وايي چې هیلي کوپتر لږ وروسته له دې د فېروز کوه په هوايي ډګر کې بیړنۍ ناستې ته اړ شو چې د جګړې له ډ‌ګره راستنه شوه.

خو د هوايي ځواک چارواکي وايي چې څرخکې د تخنیکي ستونزو له کبله بیړنۍ ناسته کړې ده.


د ملګروملتو د امنیت شورا پلاوي له تور لیسته د ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره موافقه وکړه.

د امنیت شورا پلاوي له امین کریم او فاروق وردک سره په کتنه کې وویل چې له تور لیسته د ښاغلي حکمتیار د نوم د ایستلو بهیر به له ۹ تر ۶۰ ورځو پوري دوام وکړي.


د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ پرون /یکشنبه/ له پاکستانه افغانستان ته د بېرته راغلیو افغان کډوالو لپاره د ۱۵۲ ملیون ډالرو غوښتنه وکړه.

ملګري ملتونه وايي چې دا پیسې یې د بېرته راستنو شویو افغانانو د خوړو، تشنابونو او سرپناه لپاره پکار دي.


متحده عربي اماراتو پرون /یکشنبه/ د امریکا له منتخب ولسمشر دونالد ټرامپه وغوښتل چې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا پالیسي لا فعاله کړي.


په مسکو کې وړمه شپه د ایراني او تاجکستاني شاعرانو له لوري د فارسي شعر شپه جوړه شوه.

په دې مشاعره کې د سعدي، حافظ، فردوسي او مولانا د شعرونو ترڅنګ د معاصر افغان شاعر خلیلي الله خلیلي او تاجک شاعرانو تورسن زاده، صدرالدین عیني او کمال خجندي شعرونه هم ولوستل شول.


په نیوزیلنډ کې د یکشنبې په شپه ۷ اعشاریه ۴ درجې سختې زلزلې د دغه هیواد جنوبي ټاپوګان په ځانګړي ډول زیات ولړزول. د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري لږترلږه د ۲ تنو د مړینې راپور ترلاسه شوی و.

3د جنګي الوتکې لومړنۍ چینايي ښځه پېلوټه په یوه هوايي پېښه کې مړه شوه.

دېرش کلنه یوشو د هوايي تمرین په ترڅ کې له یوه بل پېلوټه سره په الوتکه کې سپره وه چې الوتکه یې د شنبې په ورځ وغورځېده. د دې همکار پېلوټ وکړای شو چې د الوتکې تر لوېدو وړاندې په پراشوت کې کښته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *