د هرات د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رييس وايي، تروریستان په انتحاري حملو کې له کم عمره هلکانو کار اخلي.

عبدالقادر رحیمي نن په هرات کې خبریالانو ته وویل، راپورونه ښيي چې په افغانستان کې اکثره تروریستي ډلې پ انتحاري بریدونو کې له زلمکو او کم عمره هلکانو کار اخلي.

ده دا هم وویل چې دا ډلې په ځینو مواردو کط له ماشومانو او تنکیو ځوانانو د انساني ډال (سپر) په توګه هم کار اخلي.


وسله والو طالبانو د نورستان ولایت پر دوآب ولسوالي برید کړی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر دواب ولسوالي یرغل وکړ چې لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده خو وسله وال طالبان د حملې په ترڅ کې د کومې سیمې په نیولو بریالي شوي نه دي.


جمعیت ګوند ته نژدې سرچینې وايي چې په حکومت کې جمعیتیانو ته د نورې ونډې د ورکولو لپاره د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له ولسمشر غني سره څو ځلې خبرې کړي دي.


د افغانستان مشرانو جرګې د روسیې او طالبانو ترمنځ پر اړیکو اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دا د افغانستان له خلکو سره ښکاره دښمني ده.

د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار وویل«موږ د روسیې او طالبانو اړیکې په کلکه غندو. موږ د افغانستان په چارو کې د مداخلې د مخنیوي غوښتونکي یوو.»


ارګ یو وار بیا وویل، تر څو چې سترې محکمې پرېکړه نه وي کړې، د ولسي جرګې له لوري سلب اعتماد شوي وزیران به کار ته دوام ورکړي.

ولسي جرګې د کابینې د ۱۶ وزیرانو له منځه ۷ ته د بې باورۍ رایې ورکړې او ۹ یې تایید کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *