ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

موږ اکثره د ورځې په لړ کې ځينې بې ځایه کارونه کوو چې زموږ د برياليتوب مخه نیسي او د وخت د ضايع کېدو سبب کېږي. د دې لپاره چې د برياليو کسانو له ډلې څخه واوسو او له خپلو وړتياو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړای شو، بايد داسې بد عادتونه پرېږدو. د دې بدو عادتونو په پرېښودلو خپل ځان ته د زيان رسولو په فيصدۍ کې د پام وړ بدلون راوستلی شو.

دلته به تاسو ته هغه بد عادتونه دروپېژندل شي چې موږ او تاسو يې د ورځينيو چارو په لړ کې تکراروو. هڅه بايد وشي چې دا عادتونه د يوه ځانګړي پروګرام د عملي کولو پر اساس له خپل ورځني ژوند څخه لرې کړو.

ستاسو شخصيت ستاسو د عادتونو پايله ده. کله چې تاسو دې ته پخپله اجازه ورکوئ چې ستاسو بد عادتونه غښتلي شي، نو دا عادتونه په يو ډول ستاسو د برياليتوبونو پر وړاندې خنډ واقع کېږي. اصلي ستونزه دا ده چې دا عادتونه سرې (پټ) دي او په ارامه ډول ستاسو په وجود کې خپلې ريښې ځغلوي حتی تر دې پورې،چې هغه زيانونو ته متوجه کېږئ هم نه، چې تاسو ته يې درسوي.

« د دې عادتونو زنځيرونه دومره سپک دي چې حس کولی يې هم نه شئ، تر هغه وخته چې دومره درانه شي چې نور نه شئ کولئ هغه له منځه يوسئ » . ( وارن فولټ)

د بدو عادتونو پرېښودل د ځان کنټرول ( Self- control)  په اندازې پورې تړاو لري. څېړنې ښيي چې د ځان کنټرول ته رسېدل تمرين ته اړتيا لري او د تمرين ارزښت هم لري ځکه برياليتوب ته په رسېدو کې ځانګړې ونډه لري.

د ځان کنټرول هغې عضلې ته ورته ده چې د جوړولو لپاره بايد ورته ورزش ورکړل شي. تاسو کولئ شئ د لاندې بدو عادتونو په پرېښودلو سره  د ځان کنټرولۍ عضله مو غښتلې کړئ:

ــ  د خوب په ځای کې د موبايل او يا ټبلېټ څخه ګټه اخېستل

One thought on “نهه بد عادتونه چې بايد پرېښودل شي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *