د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزي او د مالي او اداري چارو معین عبدالمتین بېک، د دوشنبه پر ورځ په کابل کې د فرانسې سفارت د کلتوري همکاریو د برخې مشر ښاغلې اولېوې هېن ون سره، د یوې لېدنې په ترڅ د مرستیالو والیانو د روزنیزې برنامې په اړه خبرې وکړې.

د فرانسې سفارت د کلتوري همکاریو مشر اولېوې هېن ون، و ویل چې هېواد یې د افغانستان له سیمه ییزې حکومتولۍ سره، د ظرفیتونو د ودې، کلتوري راکړې او تجربو شریکولو په برخو کې د همکاریو په اړه پر خپلو ژمنو ولاړ دی. اولېوې وویل، چې د افغانستان د سیمه ییزې حکومتولۍ بشري ظرفیتونو په تېرو دریو کلونو کې په ځانګړې توګه د پام وړ وده کړې او دغه چار باید دوام ومومي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزي وویل، چې د مرستیالو والیانو روزنیزه برنامه، چې د فرانسې هېواد لخوا تنظیمېږي، د محلي حکومتولۍ د ظرفیتونو د ودې لپاره یوه مهمه برنامه ده او هیله یې وښوده، چې دا برنامه د حکومتولۍ د نورو کچو مامورینو ته هم وغځېږي.

د مالي او اداري چارو معین متین بېک د مرستیالو والیانو د روزنیزې برنامه د سیمه ییزې حکومتولۍ په کارونو کې د موثریت د رامنځته کیدو لپاره مهمه وبلله او د فرانسې هېواد بېلابېلو ولایتونو او ښارونو ته د افغانستان د مرستیالو والیانو کاري لېدنې یې د عملي زده کړو او تجربو د شریکولو لپاره ګټورې وبللې.

د مرستیالو والیانو روزنیزه برنامه، د فرانسې او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د سند په چوکاټ کې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې او په کابل کې د فرانسې سفارت ترمنځ د یوه هوکړه لیک پر اساس پیل شوه. د دې برنامې په ترڅ کې تر اوسه په دریو دورو کې ۲۴ تنه مرستیال والیان د فرانسې هېواد د حکومتدارۍ په ملي مرکز (اېنا) کې د لنډمهاله زده کړو لپاره لېږل شوي دي. پاتې نهه تنه مرستیال والیان به په نژدې راتلونکې کې فرانسې ته ولېږل شي. د دې برنامې په لړ کې، تر نظري زده کړو وروسته، د افغانستان مرستیال والیان د خپلو فرانسوي سیالانو ولایتونو ته کاري سفرونه هم کوي. د دې برنامه هره دوره د پنځلسو ورځو لپاره تنظیمېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *