په دې ګڼه کې:
په ناورين پسې ناورين، سرليکنه ده.
پوهان محمد بشير دوديال نولی راپېژني.
امين دريځ دا پوښتنه ځوابوي، آيا په دين باورۍ کې د وينا ازادي شته؟
ايمل جلال وايي؛ اردوغان چې زه پېژنم!
احمد جمال جمال په پښتني دود “پېغور” غږېدلی.
ستار سعادت سره پر ادب او انتخاباتو مرکه شوې.
هوسۍ مينه، رڼې ملغلرې لري.
مجيد قرار به مو خوست او کندهار ته د رېل په سفر کې ملګري کړي.
عبدالله مسيزي د پښتنې مېرمن د کار ستاينه کړې.
هيندۍ ستورې ديپيکا وايي؛ زه بايد دمه کړم!
طارق نجيب د ځمکې په جاذبې ليکنه لري.
نصرت الهام د خپګان لس لاملونه ژباړلي.
رحيم الله رومان د کابل يونليک ليکلی.
ميوند درځار بايوميتريک طنز لري.
ميوند شينواری په مدعا او مثل مقاله لري.
ميراحمد ياد وايي؛ نن څه وليکم؟
همدارنګه، دا ځل په مينه کې، لونډ-ناول، داغ-کيسه، لنډۍ، ټوکې، کاکړۍ، متلونه او د سيدشاه سعود، سپين کوچي، شاه نواز باقر، ډاکټر اسرار، پښتنې کليوالې، جنيد شريف، عزت الله ځواب او د حشمت الله پاڅون په شعرونو سربېره يوه سملاسي مشاعره هم لوستلی شئ.
يادونه: اوس مينه په کابل کې له بيهقي، اکسوس، سروش او دانش کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کولای شئ، خوست، ننګرهار، کندهار او پکتيا ته به په نږدې ورځو کې ورسيږي.
دا خو کوم الفلیکشن نلری؟؟؟