تاند- په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون کمپاین پیل شوی او ۵ ورځې دوام کوي.

د دې کمپاین په ترڅ کې به نهه نیم ملیونه تر ۵ کلونو کشر ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکي او د ویټامین اې ورکړای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ پېښې اکثره په اګست میاشت کې کېږي ځکه یې دا کمپاین په همدې میاشت کې پیل کړی دی.

دا کمپاین د شاوخوا شپږ نیم زره روزل شویو روغتیايي کارکوونکو له لوري اجرا کېږي.

د عامې روغتیا د وزارت له ارقامو سره سم، په تېر ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۱۹ پېښې ثبت شوي دي.

په ګوزڼ د ماشومانو د اخته کېدو اکثره پېښې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې لیدل شوي دي.

په دغو ولایتونو کې د دولت هغه مخالفې وسله والې دلې فعالې دي چې د ماشومانو د ګوزڼ له واکسین سره مخالفت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *