په ټولنیزو او خبري شبکو کې مې د کاندیدانو ترمنځ د موافقې په اړه ولوستل. که څه هم چې په دواړو خواو کې اکثر د خپلو مشرانو څخه سخت ناراضي ښکاري خو په افغانستان کې د لاس ته راغلي حالت څخه هر څوک جلا جلا تعبیر لري.
مثبت او منفي، غوره او هم ناوړه!


ځینې وایي اوس ښه شو چې واک سم نیم وویشل شو. نه آه خوا، نه دې خوا، دواړه خواوې یو برابر! اوس به دواړه خواوې خپلې غوره وړتیاوې سر یو ځای کړي. اوس به د هیواد مشران په مساوي توگه پر مهمو مسلو یو ځای پریکړه کوي، په گډه به د حکومت چارې پر مخ وړي، خپل مسولیتونه به پر ځای کوي او خپلو ستونزو ته به د حل لاره هم، یو بل ته د لاس په ورکولو، یو ځای مومي! ځیني وایي دا په ریښتونې بڼه د یووالي په لور بدلون دی!


خو، اما، ولې، لیکن، مگر که منفي یی وانگیرې نو داسې ویلای شو چې د دیموکراسۍ دغې ترخې تجربې په افغانستان کې د فساد، زور، گواښ او معاملې دود ته بنسټ کېښود او قانوني لاره یی ورته هواره کړه. له بده مرغه به د ټاکنو هر کاندید د خلکو د زړونو د تر لاسه کولو او د غوره پلانونو د وړاندې کولو پر ځای د زیاتو وسلو او له سره تیرو جنگیالیو او مفسدو پلویانو په لټه کی وي تر څو خپل ټاکنیز تیم ته د زور له لارې د واک د بریا مدال وگټي، چې د خدمت پر ځای د ملت د ځپلو سبب گرځي.


ځیني خو د منفي انگیرنې نه لا وړاندې خواشیني څرگندوي او وایي لدې حالت څخه به دا غوره وای چې هیڅ ټاکنې نه وای شوې، که کودتا شوې وای او په ارگ ننوتلي وای نو به هم تر اوسني حالت بهتره وای، ځکه دا کړه وړه به د غیر مشروع اعمالو په چوکات کې ثبت او غندل شوي وای، خو اوس د معاملې فساد ته د ویاړ او واک تاج په سر کېښودل شو او لا دردونکې دا چې د اساسي قانون تر پښو لاندې کولو ته، د اجازې نه وړاندې، قانوني رسمیت ورکړ شو!


نو اوس دا ستا پر روحیې، احساساتو، سابقې، ارزښتونو، پوهې، سیاسي لید لوري او سوچ پورې اړه لري چې ته کوم اړخ ته تکیه لگوې!


په آخر کې یوه پوښتنه هم لرم. آیا پدې ترڅ کې دریم اړخ هم شته؟ داسې اړخ چې د یوه هم وانه وري او پخپله هم څه ونه وایي او د وړاندوینې او قضآوت پر ځای راتلونکي حکومت ته د ستونزو، فساد، ناخوالو او معاملو سره سره د ځان د اثبات چانس ورکړي؟


هو، زه فکر کوم که دا دواړه تیمونه یو بل ته د خپل موټ د ښودلو پر ځای ملت ته د خپل مټ د گډ زیار د خوږې میوې حاصل ور وښیي، نو ملت به هم په پوره اتفاق ددوي د گډ احساس تود هرکلی وکړي!
ښایسته سعادت لامع

5 thoughts on “نه آه خوا نه دې خوا، دواړه خواوې یو برابر/ ښایسته سعادت”
  1. لامع پښتنې خورې سلام

    ستا خبرې ټيک دى خو دا څو مجهوله معادله ده ؟ دلته ډېرې فرهنګي جګړي راپيل شوى ستا د ژبې د نا بودې سترې بر نامې په دې اوهغه نوم کته او پورته کيږي او دلته ډير زيات د خو، اما، لېکن،اګر او مګر ابهام او ايهام خلک شته مخکې له دې چې منفي او مثبت ته په ډيره ستوماني کې راورسېږو.رښتيا خلک څه وايي؟
    رجب او عجب، پشقل باى او سرګين باى وايي چې د کابل ښار جوړنه شواو زوړ ښار په لوى لاس په کنډواله بدل شو دښار نقشه لکه د سيد جمال الدين قبر هېڅ نه جوړيږي او هېڅوک نشي پوهېدلاي چې د ښار مخه کومې خواته ده او څنګه يا کله جوړيږي؟ منفي او مثبت لاملونه خو لا پر ځاى پرېږده.هغه چې دا ديوالونه ېې په کاڼو،ګوليو،توغنديو،ماشينګړو څو کاله ويشتلي هم د ملي او هم دموکراسي لاپې وهي نو حميد وايي:
    چې د نه کړ په نېکيو ننګ او نام لوړ
    په دوه چومه دې د خټو مشه بام لوړ
    بل ځاى واېې:
    دريا په حق پرستو پورې خاندي
    په هر دم د برهمن بت پرستي
    پيرمحمد په ډير پښتني سوز کې بيا داسې وايي
    داد فرياد مې تر فلکه نه رسيږي
    د پتنګ په دود وريتيږم خموش ځکه

  2. وایی چه خوسی دی په آخور لوی شو غاښونه یی مه ګوره، دغه غلو او قاتلینو مونږ ۱۳ کاله ځورولی یو نو بیا هم ورته صبر کول څه معنی؟
    وایی چه یو ځل چا وغولولی هغه دی خدای ووهی، چه دوهم ځل یی وغولولی نو تا دی بیا خدای ووهی، خو دا څووم ځل دی چه دغه ؟
    منافقان غواړی چه مونږ وغولوی

  3. Salamoona,
    Shayista Saadet Lami` khori , sta d` likany pa ta`yid, za ghwarrim wawayim che wolus khpal dost aw doshman kha pejany aw wipijandil!,,, Zma pa nazar d dwarro khwaoo sakha paak-lasy, sadiq, mosleh, aw pa Afghaniyet, democrasy aw islamyiet jman kassan(zwanan) + d driyem group ashkhaso che kha sawabeq walary , pa zyar da hasel inshaAllah pa sabir aw zgham sara las ta ratlay shi. pa dranasht..SAFI

  4. ښایستی خوری، زور زور وی.
    لیکوالانو،جورنالستانو،مطبوعاتو، ولسی وګړو او هر چا چغی وکړی خو د هیچا چغو ځای ونه نیوو او عبدالله په زور باندی دوهم ریس جمهور ځان اعلان کړ چه د ریس جمهور غوندی به دوه معاونین او ۵۰٪ واک ولری

  5. همدا اوس د ننګرهار د ولایتی شوری رایی د زورواکو له خوا ودرول شوی ناکام کامیاب او کامیاب په زور ناکام شوی دی دوه ورځی د راییو بیا څیړنی کی په دی اندازه درغلی راووتله چی تصور یی نه کیده مګر د زورواکانو له خوا ودرول شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *