ذبیح الله رحیمزی

هېڅوک نه شته چې ترې وپوښتي چې ولې نه ارزي؟ تاسې څه وایاست په ځینو مسایلو کې رښتیا هم ځیني خلک نه ارزي او که مو دا د بدبینۍ ښکاره مثال دی!

خبره په همدې ده چې ایا رښتیا هم دا په یوه چاره کې د نه ارزېدونکي وګړي په اړه زموږ پرېکړه د عدالت په کاڼي تللې ده، که د خپلې منفي زاویې لید دی او که رښتیا هم هغه اشنا مو په غلطه روان دی او که په غلطه روان هم وي زموږ قضاوت دا ډول سم دی؟

په ټوله کې زموږ دعوه دا وي چې ګواکې د دې ټولنې د هر فرد او بیا خاصتاً د ځوان اشنایانو ملاتړي یو او د هڅونې په نوم یې په هر ځای کې کږه شمله ګرځوو، خو که په رښتیا ځیر شو داسې نه ده په عمل کې موږ کاږه روان یو او په زړه مو نه ځایېږي چې ته دې څنګه په پنځو کې یاد او زه نه ارزېدونکی دې ونه ارزم.

تاسې خپل شاوخوا وګورئ ډیری مثالونه مو په مخکې اوړي راواړوي یا به ورسره په یوه مجلس کې حتماً مخ شوي یاست.

ناستې، راټولېدنې او نمانځغونډې یې ښه مثالونه دي. ته په دې تمه ورغلی یې چې دا سړي په دې راټول شوي چې په هغه مخامخ سپینې ټوټې باندې دلیکل شوي نوم د تېرو هڅو ستاینه کوي، تېروتنې یې د سمون په موخه ور په ګوته کوي او دې ته به یې متوجې کوي چې موږ له تا څه غواړو په تا کې د څه هنر شته، څه باید موږ ته راکړي او په څه ډول یې راکړې، خو داسې نه ده ظاهرً همداسې ښکاري خو خبرې نورې وي.

سره ډله ـــ ډله به راټول او د منفیاتو په یوه خروار خبرو به یې تالان ګډ کړی وي او بیا، نو بله ډله خود به خوده دې خود جوشه مسئولیت ته اوږه ورکوي او د ګنهګارو په حجرو او مجلسونو یې ګرځوي، څو د دود کړو سپیلنو معنوي داد ترلاسه او په دې ډلو کې د زیاتو رزالتونو له امله دکتار په سر شمارو کې راشي.

دوی به دا چاره وکړي، خو ومنئ چې دا خواري یې سر نه نیسي او یوه ورځ به د پښېمانۍ غوږونه نیولي او ټولنې ته به د خپل شخصیت جوړېدنې په پار لاسونه اوږدوي او هغوی ته به بې ځوابه وي چې یو عالم یې پسې تړلې.

زموږ هر څه تر خپل هغه لید پورې منحصر وي چې د لرې لېدو هڅه مو پرې نه وي کړي، نو دلته بیا د قضاوت تله حتماً په یوه اړخه زور نیول کېدای شي.

موږ د بل وګړي یوه منفي اړخ په ټولو ضربوو او دا منفي اړخ تر ډېره زمونږ له لورې د سپر په توګه پسې تړل شوی وي چې څنګه کولی شو پرې د هغه مثبت اړخونه په نښه او ګوزارونه واخلي.

اوس که رښتیا هم نه ارزي او ځان یې په ارزیدلو کې حسابوو په لومړي سر کې دی خپله له دې کارونه پاتې کېدونکی او بېلېدونکی او که خبره زما او ستا شي بیا، خو زما او ستا مسوولیت دومره جوړېدونکی دی چې یوازې په هغه مواردو کې د سمون او د ټولنې سره د زیاتي په توګه خپله هماغه یاد موارد ور په ګوته او ترې مو هیله د بېلابېلو دلایلو او غوره مشورو په ورکولو دا شي چې هغسې ځان ښکارکوه چې یې !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *