دویمه برخه
په نشه اي توکو باندې د یو میلیون افغان ماشومانو او کوچنیانو روږدیدل، د زهرو هغه کرونده ده چې حاصل یې د هر افغان پر دسترخوان باندې د خوراک له پاره چمتو کیدلای شي.
بي بي سي څو ورځې مخکې دا خبرخپور کړ چې د افغانستان درې نیم میلیونه وګړي په نشو روږدي دي:
«افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان نشه کوي او پرې روږدي دي. دا خبره کابل کې له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې کړې. دوی وايي ټول افغانستان کې ټول ټال درې میلیونه خلک په نشو اخته دي. نجما ځلا کابل کې د روږدو کسانو تر ټولو لوی مرکز فېنکس ته تللې. هلته له ماشومانو سره غږېدلې او د روږدي کیدو لاملونه یې ترې پوښتلي»
د بي بي سي والا مسؤلیت یوازې د خبر خپرول او بس، نور نو د «غم ده د لالي په سر، مسته دې تازه ګرځي» کیسه ده، خواره خواري د افغانانو او د افغانستان ده چې درې نیم میلیونه خوځیدونکي مړي ور له غاړې دي.
دا یو میلیون روږدي ماشومان، کوچنیان او تنکي ځوانان، اته نیم لکه روږدې میندې او په ټول کې درې نیم میلیونه روږدي افغانان؛ د هغه نا سم شعار او نا سمې پالیسۍ پایله ده چې ویل کیدل به:
«وې زیږوئ، وزن یې مځکه جګوي، روزي یې خدای ور رسوي»
خو د پاسني شعار سر لارو او پیروانو د دې په باب فکر نه کاوه چې د دغه نوي نسل ــ چې مځکه یې وزن جګوي او روزي یې خدای ور رسوي ــ د سواد او ښوونې روزنې مسأله څنګه کیږي؟ د وړکتون، ښوونځي او پوهنځي غم یې څوک خوري؟ د کار زمینې او شرایط څوک ور ته برابروي؟
کله کله داسې هم شوي دي چې موږ له بهرنیانو نه سر ټکوو چې په خپلو هیوادونو کې یې زموږ له ماشومانو سره جفا کړې او کوي یې، ورغلې کم سنه افغان کوچنیان بیرته راشړي،خو دې ته مو پام نه وي او پام مو نه دی چې کور دننه او په هیواد کې دننه او په خپله ټولنه کې له خپلو ګلالیو ماشومانو سره، له خپل نوي نسل سره او له خپلې راتلونکې سره، موږ خپله څه کوو؟
وهل، ټکول، شاقه کارونه، جنسي تیری، تښتول، خرڅول، جګړې ته لیږل او نور څه فعلونه دي چې نه مو دي ور سره کړي او دا دی اوس مو لا په نشو هم روږدي کړل، هغه هم دوه، درې، لس، شل او سل نه، بلکې یو میلیون.
له دې روږدو ماشومانو نه بي بي سي یوراپورتاژ جوړ کړی دی، چې په ځینو برخو کې یې داسې راغلي دي:
«… علي په اووم ټولګي کې و، چې له نا سمو ملګرو سره ناستې په نشه اي توکو روږدی کړ…
د روږدو د درمانې یو مرکز چې فینکس نومیږي ځینې روږدي په کې تر درملنې لاندې دي …
د یوې وروستۍ سروې له مخې چې د افغانستان د نشه اي توکو سره د مبارزې وزارت د یوې امریکايي ادارې په مرسته تر سره کړې ده، ښيي چې په افغانستان کې درې اعشاریه پنځه میلیونه وګړي په نشه اي توکو روږدي دي. په پاسني شمیر کې یو کامه څلور میلیونه دایمي روږدي ښودل شوي دي او دوه کامه دوه میلیونه داسې په نښه شوي دي چې په یو ډول نه یو ډول له نشه اي توکو اغیزمن دي.»
دا ارقام ټول خواشینوکي دي خو تر ټولو زرونکي یې دا ده چې په دې شمیر کې اته سوه پنځوس زره ښځینه معتادین دي او یو میلیون هغه روږدي کوچنیان دي چې عمر یې له اتلسو کلونو ټیټ دی.
په نشه اي توکو د روږدو افغانانو دا شمیره، په تیره د ښځو او ماشومانو شمیر زما په ګډون د هغو افغانانو له پاره د زهرو کرونده، نه ایلیدونکې سونامي او د خطر زنګ دی، چې د نوي افغانستان د جوړولو له پاره او له نورې متمدنې نړۍ سره یې د سیالۍ له پاره؛ د نوي نسل په روزلو عقیده لري او عملاً کار ورته کوي. نو دغو افرادو سره اوس څه وکړو او څه ډول نوې دندې به د نوي نسل د سمې روزنې د پلویانو په مخ کې ایښودل شوې وي؟؟؟
د بي بي سي په ګزارش کې راغلي دي چې:
«حکومت ژمن دي چې په نشه اي توکو د روږدو کسانو د درملنې هڅې به لا پراخوي…»
خو له ډیرو کلونو را په دې خوا د حکومت له خولې دا خبرې را وزي، مګر عملاً یا څه نه کوي او یه یې نه شي کولای، په تیره چې اوس، اوس د حکومت اصلي سټه د فساد بیلابیلې مافیایي ډلې جوړوي او په خاصه توګه د نشه ای توکو مافیا.
د ګزارش په یوه برخه کې د بي بي سي له خوا دا پوښتنه مطرح شوې چې: ولې دې یو میلیون افغان ماشومان په نشو روږدي شي؟
لاملونه یې یو دولتي چارواکی(له نشه اي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال جاوید احمد قایم) په خپله لنډه مرکه کې څرګند کړي دي. په نشو د روږدي کیدو لاملونه قایم صاحب داسې په نښه کړي دي:
«د دې اصلي لامل دا دی چې دا ماشومان د هغو کورنیو نه دي چې د دوی والدین په نشه اي توکو روږدي دي او یا په هغو فامیلونو کې دي چې په دغه کارو بار اخته دي.»
داسې څوک نه شته چې دې ښاغلي نه پوښتنه وکړي چې: دې ماشومانو که نشه له میندو پلرونو نه په ارث تر لاسه کړې وي، نو د هغو میندې پلرونه بیا څنګه نشیان شول او که مادر زاد نشه یان وو؟
ژورنالست له ښاغلي مسول(قایم) نه پوښتنه کوي چې: ستاسو وزارت د دې ستونزې د مخنیوي له پاره څه کړي دي؟
قایم صاحب ور ته لکه د تیرو څلویښتو کلونو په څیر یوه متحدالماله خبره کوي چې موږ داسې د تداوۍ مرکزونه لرو او داسې تریننګ ورکول کیږي او…
د ښاغلي قایم په خبرو کې یوازې یوه خبره د ستونزې د حل په برخه کې اړخ لګوي چې باید د ښوونې او روزنې له لارې نه د ماشومانو د روږدي کیدو د مخنیوي له پاره کار وشي.
ښاغلی قایم او نورو ښاغلو مسولینو!
په نشو د اخته کیدو او روږدیدو ټولنیزې ریښې او زمینې پیدا کړئ او د منابعو او سر چینو د وچیدو غم یې وخورئ. تش په نامه کلینکونه اول ګټه نه لري او که یې ولري څنګه چې روږدی ستاسو د درملنې له دایرې نه و وت، بیا هماغو ټولنیزې ستونزو سره لاس ګریوان کیږي او په نشو روږدو له نظره یې چاره، بیا نشې ته پناه وړل دی او ښايي چې ستاسو ډیری د درملنې مرکزونه هم خیالي وي چې بودجه تر لاسه کوي او په عمل کې هیڅ هم نه تر سره کوي.
د مسولینو له لوري د ماشومانو په نشه د روږدي کیدو د مخنیوي له پاره دا ښودل شوي دي چې دوی پوهیږي چې ماشوم ته د ویده کیدو له پاره تریاک ورکول کیږي چې ویده شي چې مور قالینه اوبدلو ته بیکاره شي، او د حل لاره یې دا ښوولې ده چې باید کورنیو ته عامه پوهاوي ورکړل شي.
د دولت ښاغلو مسولینو!
خلکو، ټولنې او کورنیو ته تر عامه پوهاوي ورکولو مخکې د هغوی اقتصادي ستونزې ور حل کړئ، چې د قالینې اوبدلو ته تر دې بریده اړ نه شي چې خپل ماشوم ته د ویده کیدو له پاره تریاک ورکړي، یا یې د نشه اي توکو لوګی په خوله او پزه کې ور پوه کړي او بیا یې د لارو او واټونو تر څنګ په بیسده ډول د خلکو د زړه سوي د جلبولو او پیسو د تر لاسه کولو له پاره له یوې تیارې تر بلې تیارې څملوي او په دې ډول له خپلو اولادونو او کورنۍ نه نیولې، بیا ګردې ټولنې ته اور ور واچوي.
په افغانستان کې درې نیم میلونه په نشو روږدې شمیره او په هغو کې د یو میلیون نشه اي ماشومانو شمیر دا ښيي چې موږ د ژوندیو په غم کې نه یو، د نوي نسل په فکر کې نه یو او د راتلونکې ټولنې د نیکمرغۍ په فکر کې نه یو او دا ترخه حقایق دا په ګوته کوي چې ځینې افغانان د ژوند او ژوندیو په فکر کې نه دي، بلکې د ژوندیو په ځای، د مړو پرستش کوي یعنې چې موږ ډیر مُرده پرسته یو، نه ژوند پرسته، او په خپلو دې کارونو سره که له یوې خوا د نوي نسل راتلونکې تباه کوو، نو له بل پلوه د هغو نا پوه، نا اهله او جاهلو سیاسي مشرانو دا شعار او خبرې په عمل کې پیاده کوو چې ویل به یې:
«ملت شهید پرور افغانستان»
د دې پر ځای چې د ژونیدیو غم وخورو او د نوي ژوند د آرامتیاو په باب فکر وکړو و، زموږ د ټولنې ځينې کړۍ د خپلو سیاسي موخو له پاره د مړیو په غم کې دي او وايي چې د پلاني هډوکي را ویستل شول، بیرته خښ شول د پلاني هم باید را وایستل شي او بیرته خښ کړای شي. له دې کارونو نه داسې پایله راوزي چې موږ یو ژوندی ملت نه، بلکې هغه ملت یو چې د ژوند په فکر کې نه یو، د مړیو په سودا کې شپې ورځې تیروو، نو خود به مو په بیلابیلو سونامي ګانو کور وران وي له هغې ډلې نه د نشو په سونامي. داسېرسنۍهم شته چې د مړو د هډوکو را ایستلو او بیرته خښولو ته یې ډول غاړه کې اچول او په لوړ آواز یې ډنګوي،
خو د درنیم میلونه روږدو افغانانو د ورانونکې سونامي له پاره د یو سپڼ په اندازه هم غږ نه جګوي، یو میلیون په نشو روږدي ماشومان یې پر ځای پریښی دي او د مړو هډوکو ته سُرنی غږوي.
سم ژوندی بنده اول وژنو، د خدای له لوري ستره ورکړل شوي ډالۍ یعنې ژوند ور نه اخلو، بیا د شهید نوم ور باندې ږدو او بیا یې د«ملت شهید پرور» تر شعار لاندې خلک پرستش ته مجبورو، په داسې حال کې چې بودا دوه زره پنځه سوه کاله پخوا ویلي وو:
«د خدای پار دی مړي پریږدئ، مړي مړه دي، د ژوندیو غم وخورئ!»
زه له مسؤلینو نه او د ماشومانو، کوچنیانو او د نوي نسل د روزنې او پالنې له پلویانو دا پوښتنه کوم: چې اوس له دې نا غوښتي سوغات(په نشو درې نیم میلیونه روږدي) سره څه کوئ؟ چا کړي او بار به یې اوس څوک پر اوږو وړي او دا د نا کړې ګناه پیټی څوک تر کومه او ولې پر اوږو چلوي؟
زه په ټولو هغو دولتي، نا دولتي، رسمي او غیر رسمي موسساتو، ټولنو او اشخاصو، چې د کوچنیانو د ژوند د خوندي کولو، د کوچنیانو د روزلو او ادبیاتو له پاره کار او هڅې کوي، غږ کوم چې زما د پاسنیو پوښتنو او ستونزو په نظر کې نیولو سره، د دې سونامي د مخنیوي او د راتلونکو نسلونو د خوندي کیدو په موخه دې، د نورو مثبتو هلو ځلو تر څنګ د نشه اي توکو د کارولو د مخنیوي او په تیره د ماشومانو د نه روږدي کیدو له پاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
د دې ستونزو د حل په محور کې باید دا لومړیتوبونه وي:
امنیت په لومړیتوبونو کې،
د خلکو د اقتصادي ستونزو له منځه وړل په لومړیتوبونو کې،
د زدکړو او کار زمینه برابرول په لومړیتوبونو کې.
ماشوم او کوچني ته چا د قلم پر ځای ټوپک او سګرت او نشه اي توکي په لاس کې ورکړل؟
موږ خپله، مشرانو، میندو پلرونو. که سیاسي مشران دي او که په عامو وګړو کې مشران، ټول پړ او ملامت یو، که دا جفا بهرنیانو هم کړي وي، موږ ملامت یو، ځکه چې د هغوی د جفا د مخنیوي له پاره لازم سواد او پوهه نه لرو، خلاصه له هر اړخه چې وسنجول شي، بل څوک ملامت نه دي، موږ خپله ملامت یو.
دا یې څو بیلګې دي چې موږ له خپلو ماشومانو سره، له خپل نوي نسل سره او له خپل راتلونکي ژوند سره څه کړي دي:
دا کوچنی چا ځړولی او ژړولی؟ یو مشر
دا میرمن چا اړ ایستلې چې ماشومان د خیر غوښتلو له پاره په نشه ویده کړي؟ مشرانو
دا کوچنی چا بې پلاره کړی چې داسې شاقه کار ته اوږه ورکړي؟ مشرانو
او د دې پوښتنو ځوابونه او دلایل به څوک و وايي؟
دا غمیزه به هغه وخت پای ته ورسیږي
چې موږ سواد زدکړو، ښونځي او پوهنځي ته مخه کړو
او د علم ډیوه بله کړو.
یو ځل بیا په تکرار سره وایم چې اوس هم ناوخته نه ده، موږ بايد د استاد ګل پاچا الفت دا توصیه تطبیق کړو:
«کوچنیان باید په علم پسې ولاړ شي او د علم رڼا له ځان سره راوړي»