لیکوال محمداکبر حقمل

پای ته نه رسېدونکې خوښي څو اصله لري، چې ترې په ګټه اخیستلو سره کولای شو تل خوښ او خوشحاله و اوسو. د خوښۍ لومړنی اصل خپلواکي ده ځکه د بشپړې خپلواکۍ له احساس سره کولای شئ ريښتينې خوښي ومومئ. ځان مو په چا پورې مه تړۍ، تل د خپلواکۍ احساس خپل کړئ او د پای ته نه رسېدونکې خوښۍ یا خوشالۍ څښتن شئ. د خوښۍ دوهم اصل تمه نه درلودل دي. بې ځایه تمه او توقع درلودل مو د ناکامۍ او دایمي خواشينۍ لامل ګرځي ځکه بې ځایه مو وخت ضایع کوي او تل مو ناهیلي کوي. که چېرې له یو کس څخه بې ځایه تمه ولرو او همدا تمه مو مثبته پایله ونلري، نو په دې صورت کې مو خوښي ناشونې ده او که چېرې مو بې ځایه تمې ونه درلودې او خپل ټول کارونه مو په خپله پرته له کومې غیرواقعي تمې سرته ورسول نو د پای ته نه رسېدونکې خوښۍ څښتن به یواځې او یواځې موږ وو. د خوښۍ درېیم اصل د غوسې په وخت کې پرېکړه نه کول دي. تل کوښښ وکړئ تر څو د غوسه کېدو په وخت کې مو پرېکړه یا تصمیم ونه نیسئ. ډېری هغه کسان کوم، چې ډېر بد کارونه سرته رسوي یواځې او یواځې د غوسه کېدو په وخت کې بدې پرېکړې کوي یعنې د خپلې غوسې په وخت کې داسې پرېکړې کوي، چې بیا یې د ټول عمر پښېمانۍ او ځورېدنې لامل ګرځي او دا خبره ډېری وخت په ګډ ژوند کې منځ ته راځي. د خوښۍ څلورم اصل بدو پېښو ته پر روحیه باندې د تاثیر اچولو اجازه نه ورکول دي. بدې پېښې تل د انسان پر روحیه تاثیر اچوي، چې ځينې کسان دومره تر خپلې بدې ولکې لاندې راولي، چې د ډېر وخت ځورونې او خواشینۍ لامل یې ګرځي. هغه کسان کوم، چې د بدو پېښو تر تاثیر لاندې نه راځي هغه تل بریالي، خوښ او خپلواک وي. خپلواک، بریالي او خوښ یا خوشحاله کسان تل کوښښ کوي ترڅو خپل واک په خپله ولکه کې ولري او دوی تل د ريښتينې خوښۍ څښتن وي. ستاسو ورور محمداکبر حقمل د نورو معلوماتو او پاڼې پته M Akbar haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *