افغان کومانډو یا ځانګړي ځواکونه چې په سیمه کې بې ساري ثابت شوي، شاخوا ۹ کاله وړاندې د یوه لوی هدف لپاره چې هغه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې د جگړییز مسوولیت منل او د نړیوالو ځواکونو، د خاصو عملیاتونو د تشې ډکول و، رامنخ ته شول.  وړاندې له دې دا مسوولیت د نړۍ د لسګونو هېوادونو د تجهیزو پوځيانو پر غاړه و چې له بشپړ هوایي پوښښ او پرمختللو پوځي تکنالوژۍ څخه برخمن وو. افغان کومانډو ځواکونو چې د پېچلو شپنیو پوځي عملیاتو لپاره پر نړیوالو معیارونو پوځي زده کړې لیدلي، له فیزیکي  پلوه هم تر نورو غښتلي دي. دا ځواک په سختو شرایطو کې تر تولو پیچلي او ستونزمن شپیني عملیات ترسره کوي. دغو ځواکونو په بریالۍ توګه هغه تشه ډکه کړه چې له دوه زره څوارلسم کال را وروسته د نړیوالو ځواکونو د پوځي ماموریت تر پای ته رسېدو وروسته محسوسېدله.

خو لا د شاوخوا شلو ترهګریزو شبکو لخوا چې د پاکستان او ایران له مستقیم حمایت څخه برخمنې دي، تحدیدونه او ګواښونه په پراخه کچه موجود او د اندېښنې وړ دي. حکومت په هېواد کې د دې بد امنیتي وضعیت د مدیریت لپاره څلور کلنه امنیتي ستراتیژي جوړه کړه، چې په کې په امنیتي بنسټونو کې اصلاحات، د ځواکونو د وړتیاوو لوړول، د هوایي ځواکونو غښتلي کېدل او د هېواد پر جغرافیې د حاکمیت ټینګښت لپاره لا زیاته همغږي شامله ده. د افغان ځانګړو ځواکونو لا غښتلي کېدل د دغې ستراتيژۍ یوه یو مهمه برخه ده. جمهور رییس محمد اشرف غني د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د کمانډو ځواکونو اغېزمنتیا ته په کتو د تیر کال د اسد په ۲۹ رسما  د دغه ځواک تشکیل د قول اردو تر کچې لوړ کړ چې په دې سره به په جګړه کې د ترهګرو ډلو ملا ور ور ماته کړي.

دغه ځواکونه پر ځانګړو شپنیو تجهیزاتو، وسلو او نورو نظامي تجهیزاتو سنمبال دي چې رهبري او مدیریت يي هم د ځوانو افغان افسرانو پر غاړه دی. دا ځواک یوازې د شپې لخوا په هدفي عملیاتو کې ګډون کوي او یا  په بېړنیو امنیتي شرایطو کې ساحو ته د هوا له لارې دننه کیږي، نو اړتیا وه چې د هوايي ټرانسپورت په برخه کې پر ځان بسیا شي او په لنډ وخت کې د دښمن ځپلو په موخه اقدام وکړي.

د همدې موخې لپاره افغان حکومت د امنیتي ستراتیژۍ له مخې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په هوايي ځواک کې لسګونه بلاک هاګ هېلوکپترې شاملې کړې. بلاک هاګ هلېکوپترې چې د ورځې پر پرمختللو  تجهیزاتو او تکنالوژۍ سنمبالې دي، د افغانستان په جګړه کې له اراضۍ سره برابرې او تر ټولو اغیزناکې تمامې شوې دي. ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې له هوايي ځواک سره بلک هاګ هلیکوپترو شمېر تر   ۱۹۵ پورې ورسیږي.

په همدې تېره اوونۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند په کجګي ولسوالۍ کې د طالبانو داسې زندان مات کړ چې له کلونو راهیسې پکې بې ګناه افغانان ساتل کېدل. په زندانیانو کې ماشومان، ښځې او د ډېر عمر لرونکي کسان شامل بلل شوي. دا پېچلي عملیات په داسې  سیمه کې ترسره شول چې هلته د ترهګرو لوی مرکزونه او پټنځایونه موجود دي چې د ځمکې له لارې د پوځ عملیات ښايي میاشتې او اوونۍ وخت ونیسې خو دا ځواکونه د هوا له لارې په ډېر مهارت خپل اهداف تعقیبوي چې وسله والو طالبان او نورې ترهګریزې ډلې يي د مقابلې توان نلري. دا لومړی ځل نه‎دی چې افغان ځواکونه په هلمند کې د وسله‎والو طالبانو په زندانونو حملې کوي.

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې  ځانګړو ځواکونو د تېر کال په وروستیو نهو میاشتو کې د طالبانو ۴۰۰ مخکښ کسان له منځه وړي، چې د جګړې په ډګر کې د افغان حکومت یوه لویه لاسته راوړنه ده. همداراز د افغانستان ځانګړو ځواکونو تېر کال وکولای شي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داعش ډلې پرضد اعیزمن پوځي عملیات طرح او ترسره کړي.  افغانستان ته د داعش ډلې لپآره رالېږل شوي رهبران او مشران د ځانګړو ځواکونو په جلا هدفي عملیاتو کې ووژل شول او هسته يي له منځه یوړل شوه.

دا ښکاره کوي چې افغان ځانګړي ځواکونو د وړتیا له پلوه په سیمه کې بې ساری ځواک دی چې آن د نړیوالو ځواکونو په پرتله د ترهګرو په ځپلو کې اغېزمن ثبات شوي. د ناټو جنرالانو په ګډون چې د افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز کې برخه لري، ډېری یې افغان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې بې جوړې هغه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *