څه موده وړاندې د هرات دګازرګاه شریف دجامع جومات خطیب مولوی مجیب الرحمان انصاری د هرات ښاریان د امربالمعروف اونهی عن المنکر د لښکرپه رسم ګذشت سره په داسې حال کې چې سوټی یې هم په لاسونو کې درلودل، وویرول.

او هلته بیا په کابل کې درې ورځې وړاندې د نجونواو هلکانو له خوا د سړک پر سر د مادلنګ نندارې رسم ګذشت وشو.

دا دواړه حرکتونوله بهره دیکته شوی وو، یوه یې د بنسټ ګرۍ پالنه کوله او بل یې د لویدیځ د فیشن شو، دریځ څرګنداوو، مانا دا چې د لومړۍ ډلې ( افراط) او د دوهمې ډلې (تفریط ) ښکاراوو.

سره له دې چې زموږ اسلامی ټولنه خپلې ځانګړې ښیګڼې لری په تیره بیا چې خلک مو دپُلۍ ټک ته ناست او سبا، بیګاه لپاره خوراک ته حیران پاتی دي، پورته دواړه ډلې د مړې ګیډې نندارې وړاندې کوی .

لومړۍ ډله خو تیاردخلکو له چندو ماړه اودخپلوخولودتویدو له درکه یې هیڅ وخت ډوډۍ نه ده خوړلې او هغه د فارسیوانانو په خبره (اسپم درکمند ونانم در کارخانه) تود جومات، خیراتونه، اعانې او وظیفې درګرده ورته راروانې دي.

دوهمه ډله هم د لویدیځ په نغوته مست ګرځی .

زموږ خلک له دواړونه بیزار دی اویو هم نه غواړی، خلک په دې ارمان دی چې ، سوله راشی ـ خلک دوزګار څښتنان شی او یوه نوړۍ ډوډۍ خپلو اولادو ته پیدا ، پرې ګوزاره وکړی اوبسیا ژوند ولری .

ښه به داوی چې داپورته دواړه ډلې دساینس او پوهې په ګا ڼه خپل ځانونه سینګار کړی او په خپل ټینګ تکل اوکوښښ سره افغانی ټولنه دپر مختګ په لور بوځی، ترڅو دنړۍ له هغو ملنډونه خلاص شو چې پرموږ یې وهی .

د بسیا او آرام افغانستان په هیله !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *