عبدالمنان توحیدیار
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو لس ورځې وروسته پای ته ورسید، خو هیڅ کومې هوکړې ته و نه رسیدل، اوږده بحثونو او جنجالونو وروسته هم داسې ښکاري چې سولې ته رسیدل ځکه اسانه نه دي چې طالبانو څو هېوادونو سره نکاح تړلې او د هر هېواد ګټې د سولې په خبرو کې خوندي کوي.
ټاکل شوې وه نهم پړاو کې دواړه لوري بحثونه وروستي او هوکړه لاسلیک کړی، خو پرته له کومې پایلې دا پړاو خبرې پای ته ورسیدې، خو دواړه لوري له خبرو او پرمختګونو خوښ دي، داسې ښکاري چې یواځې یو بل د سولې خبرې نه دي رد کړي او بحثونو دوام باندې ټینګار لري.
د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې او بحثونو څخه ښکاري چې د سولې پروسه دومره ساده او اسانه نه ده چې یو کال او یا څو میاشتو کې به پای ته ورسیږي، سوله زیاتو بحثونو ته اړتیا لري او افغانان نه شي کولی څو کلونه بې حکومت او یا موقت حکومت تر مدیریت لاندې ژوند وکړي. که څه هم پاکستان هڅه کوي چې جمهوري نظام له منځه یوسي او ټاکنې وځنډوي، خو افغان حکومت دريځ په دې برخه کې واضح دی او طالبانو ته به هیڅکله اجازه ور نه کړي چې د پردیو هېوادونو ګټې افغانانو باندې تحمیل کړي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ اوږدو خبرو وښوده چې افغانان لومړی یو منتخب حکومت ته اړتیا لري، بیا سولې ته، دا چې یو ښه منتخب حکومت وي، کولی شي د خلکو استازیتوب وکړی او د سولې پروسه بریالۍ کړي.
کله چې امریکا او طالبان په دوه مواردو باندې یو کال کې نتیجې ته نه شي رسیدلی، نو بیا افغان حکومت او طالبان څنګه کولی شي په کمه موده کې ستونزه حل کړی، نو اوس اړتیا لیدل کیږي چې ټاکنې وشي او راتلونکی منتخب حکومت دا پروسه مخ ته یوسي.
د نظر خاوندان نیوکه لري چې امریکا او طالبان په نهه پړاو خبرو کې هیڅ کومې پایلې ته نه دي رسیدلي او له دې ښکاري چې د سولې پروسه دومره اسانه او ساده نه ده، طالبان د هرې ورځې په تېریدو تاوتریخوالی زیاتوي او له افغانانو قربانی اخلي، په داسې حال کې د سولې خبرو ته هم چمتووالی نیسي.
له خبرو سره یو ځآی د طالبانو ډله ییز بریدونو سره عامو افغانانو طالبان چلن کړي چې د مذاکراتو په جریان کې ملکي وګړي قرباني کوي.
د طالبانو دا ډول بریدونه د دې لپاره دي چې د سولې مذاکراتو جریان کې وښيي چې دوی د جګړې توان لري او باید د سولې په ارزښت ورسره ټول اړخونه سلاشي.
طالبان هڅه کوي د سولې په میز د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره افغانستان کې لا ډيره ویره خپره کړي او لا ډير افغانان ووژني.
طالبان په دې کیسه کې نه دي چې څومره خلک او کوم خلک وژل کیږي، طالبانو هدف ویره خپرول او له خلکو د ارام ژوند اخیستل دي او په دې کار بریالي شوي دي.
د سولې پروسه کې افغان حکومت ځکه احتیاط کوي چې دلته خلکو ډيرې قربانۍ ورکړي او طالبان باید د هغو کورنیو ته ځواب ورکړي چې د دوی د جګړې قرباني دي.
افغان حکومت د یوې داسې سوله په لټه کې دی چې د جګړې پای وي او د افغانانو عزت او ملي ګټې او ارزښتونه پکې خوندي وي.