ارګون د پکتیکا یوه والسوالی ده، خو په اصلي کې دغه والسولی بیا د نهو والسوالیو یو مرکز دی ،
ارګون په تیرو کالو کې د یوې نه محرومې نقطې په شان ښکار شو چې په دې کې د ځینیودولتي چاوراکولاس وه ،
د ارګون نفوس د پکتیکا د ځينې والسوالیو پنځه برابره دی خو تراوسه پکې د پوخ سرګ څرک نه ښکاري ، عامه د پکتیکا ځینې والسوالی شته چې دولت په سرمایه د چارواکو کورونه ته پخه سرکونه ورپخه شوي دي .
یاده والسوالی کې صحی خدمتونه نښې نښانې نه لیدل کیږي ناروغان او زخمیان یې اکثره کابل یا پاکستان هېواد ته وروړلو په صورت په لویو لارو کې له نړی سترګې پټې کړي ،
د دولت نه پاملرنې له وجهې د دې سيمې اکثره وګړي بهرنیو ګړیو له لوري د هېواد په ضد کارول کيږي ،
نښې نښانې وایې که چیرته ارګون او اړونده والسوالیو ته سمه پاملرنه وشي نو ۵۰ فصیده امن جنوبي ولایتونه کې تامیندی شي ځکه یو خو دا سیمه غرنی ده بله پلوه په ګنو ځنګولونه پوښل شوي او هم د ګاونډي هېواد سره لویه ګډه پوله لري ،
د دې سیمې په سلو کې پنځه ماشومان د علم له رڼا نه برخمن کیږي اصلي علت یې د ښونځیو نشتون دی،
او که وي هم پر معیار برابرندی او یا یې استادان په نشتون حساب دي
هغه پنځه فصیده شتمن خپل بچیان مرکز شیرنې ، کابل او ننګرهار ته خپلې زده کړې لپاره استوي ،
دغه ولس ټول امدن د ځنګونه ، ځنغویو ، لرګیو او د موټرو چلوولو څخه لاسته راوړي،
د ارګون تیره موټر بام پيښه یوه ستره ضایع وه چې له سلو یې زیاتې کورنۍ د غم په تغر کیناولې ،
زیات ماشومان یې د خپل پلار له خوږه نیعمته محروم کړه ،
میندې یې بورې او پيغلې یې کونډې کړې ،
د افغان دولت مرستې تر فلسطینه ورسیدې خو کور یې له بې اسرې پاتې دی،
ارګونیان د غمرازی په خاطر ښاغلي احمدزي او ښاغلي کرزي سفرونه وکړه ،خو د عاوې نه علاوه یې هیڅ کم لاسنیوی ندی کړی
همدرانګه مدني ټولنې فعالان هم تراوسه پاتې راغلي دي ،
هیله مې دا ده چې نور دولت دې سیمې ته خپل مخ واړه وي چې د افغانستان په ثوبات کې مهم رول لوبوی شي او هم دې په ویرککړې کورنې سره مرستې وکړي ،
د په هېواد کې د ننه او بهر افغانانو باندې غږ کاوو چې خپل مو په سختو شیبو کې مه هیروی ….