تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې په انتخاباتو کې د بري مبارکي وویله.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ښاغلي نوازشریف عبدالله عبدالله ته هم ټېلفون وکړ او د افغانستان د اجرايي چارو د ریاست مبارکي یې ورکړه.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:« صدراعظم نوازشریف د پاکستان د حکومت له لوري خپلو افغان وروڼو ته په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د پوره مرستې ډاد ورکړ.»

نوازشریف همداراز اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

د پاکستان د صدراعظم په خبرپاڼه نه دي ویل شوي چې ایا نوازشریف راتلونکې دوشنبه د منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي او که نه کوي.

له بلې خوا د کویت امیر شیخ صباح ال احمد الصباح او صدراعظم شیخ نواف ال احمد الجابر الصباح نن د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني ته مبارکي وویله.

د کویت د خبري اژانس (کونا) د راپور له مخې د کویت امیر او صدراعظم اشرف غني احمدزي ته د مبارکۍ په پیغامونو کې نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

0 thoughts on “نوازشریف:د افغانستان له نوي ولسمشر سره د سولې او پخلاینې په راوستلو کې پوره مرسته کوم”
  1. نواز شريف له خپله دقادرى او عمران خان د پلويانو له خوا معاصره دى او غرونه غرونه پرابلمونه لرى دى اوس جمهور ريس احمدزى ته دسولى وعدى وركوى وبه گوروچى دا پنجابى حًومره خپلى وعدى ته صادق دى كه دى واقعأ صادق وى نو عبدالله ته دحًه لپاره تيلفون كاوه داسي شكارى چى له كاسى لاندى نيم كاسه شته داثابتهشوه چى دشمال اتحاد له پاكستان سره هم سر خوزولى دى او دى اي ايس ا ي سره هـم ورورى لرى

  2. دادي دانتخاباتو دكميسون يو شكاره خيانت؟
    تر اوسه داجرا يؤي بوست او جوكي دريس جمهور له خوا نه منظوره اونه درك لري كانديد شخص ته تليفونونه كيزي او دورتك دعوت وركول كيزي كه جيري فيصلي درايو اعلان شوي وي اوس به دولت د داسو بي ننكو تكو سره نه مخامخ كيده
    دمحترم لىوي خارنوالي خخه هيله كوو جه دانتخا باتي كميسون دغرو به هكله دوسيه تحريك او فيصدي درايو دي اعلان ا ومرتكبينو ته دي قانوني جزا وركري
    دا داشرف غني بي عز تي نه بلكه دافغانستان ددولت بي عزتي ده هر خه عاجل ددي بي عزتي ته دي دختم تكي كيزدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *