تاند- د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د هغو غړیو په اړه، چې صلاحیت یې رد شوی دی، د بې صلاحیتۍ د مودې په اړه پرېکړه وکړه چې د قانون د ۶۲ مادې پر اساس بې صلاحیته کړای شوي غړي د تل لپاره په انتخاباتو کې ګډون نه شي کولی.

د سترې محکمې دې پرېکړې پخوانی صدراعظم نوازشریف د تل لپاره په انتخاباتو کې له ګډونه محروم کړ.

د نوازشریف او یو شمېر نورو ترڅنګ د عمران خان د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي جهانګیرخان ترین هم د تل لپاره په انتخاباتو کې له ګډونه پاتې شو.

د پاکستان له قوانینو سره سم سیاستوال یوازې د پارلمان له لارې وزارتونو او صدراعظمۍ او ولسمشرۍ ته رسېدای شي.

د پاکستان د اساسي قانون د اتلسم تعدیل یا ترمیم له مخې د بې صلاحیته شویو کسانو د بې صلاحیتۍ لپاره موده ټاکل شوې وه خو په ۶۲ ماده کې بیا نېټه نه ده ټاکل شوې او پر دې اساس د پاکستان د سترې محکمې غړیو نن فیصله وکړه چې بې صلاحیته شوي کسان بیا هیڅکله ځان کاندیدولی نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *