تاند- پاکستاني رسنۍ وايي د دغه هیواد صدراعظم میا نوازشریف په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ افغانستان او سعودي عربستان ته لاړ شي.

راپورونه وايي چې د پاکستان حکومت د جمعیت عملمای اسلام ګوند(س) له مشر مولانا سمیع الحق سره په پرله پسې تماس کې دی او د دې تماسونو هدف دا دی چې طالبان خبرواترو ته حاضر کړای شي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې په دې اړه د افغانستان او سعودي عربستان سفیرانو ته ویل شوي چې خپلو هیوادونو ته مالومات ورکړي.

ویل کېږي چې نوازشریف د هغه څه خلاف چې ډېرو افغانانو فکر کاوه چې بیا به هم د خپلو تېرو دوو دورو په شان د افغانستان د ویجاړولو پالیسۍ ته دوام ورکړي، په پام کې لري چې په سیمه کې د سولې بیرغوال (علمبردار) شي.

په نوي یمه لسیزه کې وروسته له دې چې نوازشریف په لاهور کې د افغانستان د ملي اردو له منځه وړل او د افغانستان سل کاله وروسته غورځول خپله کارنامه وبلله، د افغانانو په منځ کې بد شهرت ترلاسه کړ او تراوسه پوري ده ته د شک په سترګه کتل کېږي.

نوازشریف تر انتخاباتو مخکې خپلو خلکو ته ژمنه ورکړه چې په پاکستان کې د ناامنۍ د پای ته رسولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړي او د بې پېلوټه الوتکو د حملو مخه به ونیسي. نوازشریف او ډېر نور پاکستانیان باور لري چې دا دواړه هدفونه ترهغو لاس ته نه ورځي چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې. ښايي له همدې کبله نوازشریف د صدارت پر چوکۍ تر کښېناستو سمدستي وروسته غواړي چې افغانستان او سعودي عربستان ته سفرونه وکړي څو افغان طالبان هم خبرو ته چمتو کړي.

By admin

One thought on “نوازشریف د سولې خبرو ته د طالبانو د تیارولو لپاره کابل او ریاض ته سفر کوي”
  1. څومره ساده ؟ دومره ساده چه اټکل ی نه کیږی نواز شریف څوک ده ؟ ایا رهبرانو تا سو ی نه پیژانی که تاسو ساده او بی پروا یا ست نو خلک ی پیژانی دافغا نستا ن اوردو چا تباه کړه ؟ هی هی لیډارانو ولی دومره کم عقل شوی یا ست لږ فکر او سوچ وکړی په نواز شریف با ور مکوی دافغا نستا ن اصلی دښمن ده دده هره خبره دشر خبره ده نه دسولی خدای او قران ته وګوری نور دمظلوم اولس سره جفاه بس ده بی کوره بی اوره در په در افغا نا ن سره را ټول کړی په عوض دژاړه خندا ورکی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *