محمد نوازشریف (د ۲۰۱۴ د جون ۱۴ مه

تاند- د پاکستان پخواني صدراعظم نوازشریف خبرداری ورکړ چې د چین او هند په اړیکو کې نژدېوالي پاکستان ته د خطر زنګونه کړنګولي دي.

د پاکستان جیو ټي وي د نوازشریف له قوله وویل، په داسې حال کې چې د پاکستان رسنۍ زما د فساد په دوسیو بوختې دي، هند او چین په پټه دومره سره نژدې شوي چې پاکستان ته یې د خطر زنګونه کړنګولي دي.

نوازشریف وویل«د خواشینۍ خبره دا ده چې موږ له ماضي درس نه دی اخیستی.»

تېره اوونۍ د هند صدراعظم نریندر مودي د چین د درې ورځني سفر په لړ کې نه یوازې د چین له خورا تود هرکلي سره مخامخ شو، بلکې دواړو هیوادونو په خپل منځ کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو یو نوی باب پرانیست.

دوی په خپل منځ کې د ګڼو اقتصادي او تجارتي موافقو ترڅنګ په افغانستان کې هم له یو بل سره پر اقتصادي همکاریو سلا وکړه.

د ایشین ایج ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند صدراعظم نریندر مودي او د چین صدراعظم کشي ژوپینګ موافقه کړې چې په افغانستان کې به په اقتصادي پروژو کې په ګډه کار کوي څو وښيي چې دواړه هیوادونه په درېم هیواد کې همکاري کولی او د درېم هیواد د اړتیاوو په پوره کولو کې په خپل منځ کې یووالی لرلی شي.

په افغانستان کې په اقتصادي پروژو کې د هند او چین همکاري د پاکستان لپاره ښايي ښه خبر نه وي ځکه چې له یوې خوا د دواړو ترمنځ د همکارۍ ګټه افغانستان ته رسېږي او له بلې خوا د هند او چین د اړیکو د نژدې کېدو سبب کېږي.

چین او هند دواړه د افغانستان په سوله او د اوسني حکومت د ستنو په ټینګښت کې ګټه ویني. نه چین او نه هم هند غواړي چې پر افغانستان سختدریځي واکمن شي.

2 thoughts on “نوازشریف د هند او چین د اړیکو نژدېوالی د پاکستان لپاره خطرناک وباله”
  1. TO;MIAN NAWAZ SHARIF;FIRST YOU DON,T HAVE ANY MORE PLACE AND FACE IN FUCKISTAN.BECAUSE YOU ARE INVOLVED IN CORRUPTION.
    2- SECOND PAKISTAN DON,T HAVE ANYTHING EXCEPT TERRORISM.
    WORLD RECOGNIZED PAKISTAN IS BASE AND ACADEMY OF INTERNATIONAL TERRORISM.
    AMERICA/UNITED EUROPE/INDIA AND MANY MORE COUNTRY WILL STEP BY STEP BECOME TOGETHER AGAINST TERRORISM.
    ALWAYS BE AFGHANISTAN

  2. Why Pakistan is so jealous and disarray about the relation of other countries like China, India and Afghanistan? Means Nawaz and their army can’t suffer the relations of their neighbors countries. Pakistan is like virus in the world they killed thousands of Pashtun for money they made a business from proxy war and killing of Muslim everywhere. Pakistan army is involved at any type of crime in Muslim and none Muslim countries. The politicians of Pakistan is thinking they will be succeed for proxy war but they don’t know they burn themselves, they are killing innocents Afghans every day, Pakistan army is not strong to fight face to face with any country specially Afghans they use ISI scholars based in Pakistan and burn religious fight. Pakistan politicians and army can’t see prosper and peace full world but soon this country will be eradicated from map.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *