تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف افغانستان ته د سفر په درشل کې نن /دوشنبه/ د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره د لوړې کچې په یوه غونډه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی شریف سبا /سې شنبه/ کابل ته په دوه ورځني سفر راشي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پوځ له لوی درستیز او نورو جګپوړو چارواکو سره په غونډه کې د راحیل شریف ترڅنګ د پاکستان د مالیې وزیر، د صدراعظم سلاکار او د بهرنیو چارو سرپرست ګډون درلود.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند قاضي خلیل الله وویل چې دا به له صدراعظم کېدو وروسته افغانستان ته د نوازشریف دوهم سفر وي.
لومړی سفر یې د ۲۰۱۳ میلادي کال د نوومبر په دېرشمه داسي مهال کړی و چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و او د دوو هیوادونو پر اړیکو بې باورۍ سیوری غوړولی و.
د محمد اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو رييس څو ځلي کابل ته سفرونه کړي دي.
مینه په تلو راتلو زیاتیږی««»»کله راځۍ کله به موږدرځ مینه
د افغانستان اوسني مشران یواځې خپل ځانونه خوشحالول غواړي. پاکستان به هیڅکله د افغانستان ریښتینې او صادق ګاونډې نشي.پاکستان غواړي چې یواځې د افغانانو وخت ضایع کړي لکه څنګه چې د ښاغلي کرزي او د هغه د ټیم وخت ضایع شو.زما په اند ښه به دا واې چې ښاغلي اشرف غني له هند سره خپلې اړیکې لا نورې هم نږدې کړي واې او پکار نه وه چې د پاکستان د خوشحالولو لپاره یې هند ته شا کړي واې.
باكستان به هيخ صورت سره دخبلو كتو نه تيريزي او به هيخ صورت به دافغانستان سره به ريشتيني تو كه صادقه نه أوسي اونهءي صداقت كري دي. وخت ضائع كول او نور واقعي دوستان دلاسه وركول دي .